د هندوانو د فرهنگ په اړه انځوريز راپور
هند لرغونی فرهنګ او تمدن لري. د هند ډير وګړي د هندو دين پيروان دي. د طالع کتنه، باليوود او کریکټ لوبه په هند کي خاص مقام لري. د دغه ستر هيواد د وګړو ټولنيز دودونه او عقايد په دې انځوريز رپوټ کي:
د هندوانو ټاټوبی
د هند نوم د سند له دریاب څخه اخیستل شوی چې تمدن يې ۵۰۰۰ کاله پخوا پر زمکه رامنځ ته شوی. اوسیدونکو يې درياب ته سيندو وايه. دغه درياب د هند د وچې له دريو سترو دريابونو څخه يو دې. ايرانیانو د دغې سيمې په نيولو سره د هغه ځای نوم ايندوس ته بدل کړ. د هندوستان نوم هم د هندوانو هيواد ته ويل کيږې، چې د هندو او سندو کلمو يو ترکيب دې. په هندي ژبه کي دغه هيواد ته بهارت ويل کيږي.
بيلا بيل ادیان او مذاهب
هند په نړۍ کې د څلورو سترو دينونو ټاټوبی دی، چې له هغې جملې څخه د هندو(هندوئسم) او بوداي (بوديسم) دين دی. د هند کابو ۸۴ سلنه وګړې ځانونه هندوان ګڼي. په عین وخت کې ډېر مسلمانان په هند کې اوسیږې. دغه راز په دې هيواد کې له دوو زرو کلونو راهيسي مسيحان او یهوديان هم ژوند کوي. د هندوانو مليت پالني ته په پام سره ديني او مذهبي لږکۍ ځانونه تر فشار لاندی ګڼي.
ښځه د يوې الهي په توګه
هندوانو د ښځو مقام تر عرش رسولی او حتي ښځه د خدای په توګه ستايي. که څه هم په ورځني ژوند کي له ښځو او نجونو سره چلند د دغه ډول درناوي نخښه نه ده. هند په نړۍ کې د ښځو او نجونو له پاره يو له خطرناکو هيوادونو څخه ګڼل کيږې. د دولت معلوماتو له مخي په هره دقیقه کي پر يوې ښځي باندي تيری کيږي. هند يو ميلیارد او ۳۵۳ ميليونه نفوس لري او کابو ۴۸ سلنه يې ښځې دي.
مقدسه غوا
د هندوانو په مذهب کي غوا مقدسه ده، خو خدای نه ګڼل کيږې. غوا د هندوانو په اسطورپيژندنه کې له ځينو خدایانو لکه کرشنا سره خپلوي لري. د هندوانو په باور کرشنا د زمکي پر مخ د خدای تعالې د حاصلخيزۍ يوه بيلګه ده. هندوان د غوا يا غوايي غوښي نه خوري، خو شيدې يې څښي.
د ګياه خورو هیواد؟
دا چې هند د ګياه خوړونکو انسانانو څخه ډک دی يوه افسانه او خيال دی. د نظر پوښتنو له مخې د هند يو پر دريمه وګړي له غوښې خوړلو څخه ډډه کوي او د ځيني کارپوهانو په اند د فرهنګې او سیاسي فشارونو له کبله خلک د غوښې خوړل پټوي. په هند کې د ګياه خوړونکو شمير له دوديزې انګيرنې څخه لږدې.
روژه د ورځني ژوند برخه
روژه نیول د هندوستان د دود مهمه او ثابته برخه ده. د هندوانو په باور روژه نيول له خوړو ډډه کولو په معنا نه دي. د هغوی په اند کله له خاصو څيزونو پرهيز وشي او يا ددغو خوړو پر ځای نور خواړه وخوړل شي. مهاتماګاندي د روژه نيولو سخت پلوی وو.
سلام او ستړی مه شی
(نماستي) په هند کي يو دوديز لفظ دی چې د سلام او هرکلي له پاره ويل کيږې. دغه کلمه د سانسکريت په ژبه کي تقريبا په دي معنا ده: «هغه لږ ذره خدای چې په ما کي دی هغه لږ ذره خدای ته چي په تا کې دی درناوی کوي» نماستې کلمه هم د سلام او هم خدای په آمانۍ په وخت کې ویل کيږې. د نماستې ويلو له پاره دود دی چې د سينې مخې ته د دواړه لاسونو ورغوي سره يو ځای کوي.
په هند کي درې مهم څيزونه
ستورو پيژندنه او طالع ليدنه، بالیوود او کريکټ په هند کي ډير اهميت لري. کارپوهان په دي اند دي چې مذهب، هندي فلمونه او کريکټ لوبه هغه دري ګوني ريښتنې مثلث دی چې د هند د خلکو زړونه پر درزا راولي. په انترنت کي تر ټولو ډير مطالب دغه دريو موضوعګانو ته ځانګړي شوي وي.
د واده شویو ښځو نخښه
بیندي يا خال، غاړه کۍ، لاسبند او د شنګرف پوډر(سولفيد جيوه) هغه نخښې دي چې ډير کله واده شوي هندي ښځې ترينه ګټه اخلي. دوي په دي عقيده دي چې د شنګرف پوډر پر بدن خاص اغيز لري او له هغې څخه يو هم د ويني فشار تنظيموي او جنسي ځواک پياوړي کوې.
هندي ودونه
د واده ورځي ټاکل ډير کله راهبان، ستورې پيژندونکو او طالع کتونکو ته سپارل کيږې تر څو واده په بختوره ورځ ترسره شي. کورنۍ هم دا ارزوي چې په راتلونکي کي د ښځي او نارينه طالع د ستورو پيژندنې له نظره له يو بل سره جوړ راځي او که نه. د هندوانو ودونه ډيري ورځې دوام کوي او زيات دودونه پکي شامل دي.