1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ویانا د یهودانو ټولني د مسلمانانو دفاع وکړه

۱۳۹۹ تیر ۳, سه‌شنبه

د ويانا د يهوديانو ټولني د اتريش د ښی اړخو سياستوالو د اسلام ضد دريځ په مقابل کي د مسلمانانو دفاع وکړه. د اتريش د آزادۍ گوند رئيس ويلي ول چي قرآن «تر کرونا ويروس خطرناک» دی.

https://p.dw.com/p/3eCiX
Österreich Muslime in Wien
انځور: picture-alliance/dpa/H. Fohringer

د ویانا د یهودانو ټولني رئیس، اوسکار دویچ په اتریش کي له مختلفو ادیانو او اسلام سره د دښمنۍ د خصمانه رفتار څخه خبرداری ورکړی دی. هغه له مدني ټولنو او اتریشیانو څخه وغوښتل چي ددغه «خطرناکه بڅرکي» مخ باید ونیسي. ځکه په خبره یې نه باید »په اتریش کي دغه ډول مفکورو ته ځای موجود« وي.

د اتریش د ښی اړخي عوامپاله حزب(FPÖ) مشر، نوربرت هوفر تیره اوونۍ په ویانا کي د یوې بیانیې پرمهال په اتریش کي د مسلمانانو د حضور څخه د اندیښنې تر څنګ ویلي وه چي »قرآن د کرونا تر ویروس خطرناکه دی».

هوفر په خپلو خبرو کي د نورو ترڅنګ وويل: «زه د کرونا څخه نه بیریږم، دغه ویروس خطرناکه نه دی، قران تر هغه خطرناکه دی.»

نوربرت هوفر چي د ۲۰۱۶م کال د اطریش د جمهوري ریاست په انتخاباتو کي یې د زرغون ګوند د کاندید،الکساندر فون بلن سره یې رقابت کاوه، د لږو رایو په تفاوت سره یې ماته خوړلې وه.

د اتریش ددغه عوامپاله سیاستمداره اسلام دښمنانه خبري ددې سبب سوې چي هغه نه یوازي د مذهبي ټولنو، بلکي مختلفو گوندونو د سیاستمدارانو د اعتراض او انتقاد سره هم مخامخ سي.

اوسکار دویچ په اتریش کي د دغه ډول فکري تمایلاتو د خطرناکه بللو ترڅنګ وویل: «دا یوازي د مسلمانانو مسؤلیت نه دی چي د هوفر خبري محکومي کړي، بلکي د یهودانو ټولنه له نورو دیني ټولنو سره یو ځای هغه غندي.»

د اتریش د دواړو عیسوي مذهبي فرقو، کاتولیک او پروتستانت کلیساوو نمایندګانو د دغه ښی اړخي عوامپال سیاستمدار له خبرو سره مخالفت ښکاره کړی دی. د ویانا اسقف اعظم، کریستوف شوونبورن تاکید کړی دی چي د دغه هیواد هیڅ یو مذهب نه باید له فشار او توهین سره مخامخ سي.

د زالتسبورګ اسقف اعظم، فرانتس لاکنر هم ویلي دي: «موږ له دین څخه د سیاست سؤاستفاده محکوموو او د هغه څخه فاصله نیسو.« هغه ټینګار وکړ چي په سیاسي بحثونو کي باید لږ تر لږه ادیانو ته احترام مراعت سي.

په دې منځ کي د اتریش د اسلامي ټولني رئیس، امید ورال د نوربرت هوفر د خبرو تاریخي زمینې ته اشاره وکړه او ویې ویل: «دغه خبري باید په یوه تاریخي تسلل کي تر مطالعې لاندي ونیول سي.» هغه وویل، چي ښی اړخو سیاستمدارانو د پخوا څخه عبرت نه دی اخیستی او غواړي پخواني ترخه خاطرات راژوندي کړي.

امید ورال د نازیانو حاکمیت او د هغوی د تسلط پر وخت د نورو عقیدو درلودونکو قتل عام ته په اشارې سره وویل، چي «د ښی اړخو له خوا د وژونکو ویروسونو، لکه کرونا ویروس سره مقایسه اوږده سابقه لري».