د پاکستان د پوځ مشر کابل او مودي لاهور ته سفر کوي
۱۳۹۴ دی ۴, جمعهافغانستان وايي چي له وسله والو طالبانو سره د سولي خبرو اترو له پاره د پاکستان ملاتړ ډېر اړين دئ. د پاکستان د پوځ وياند ډگر جنرال عاصم باجوه د جمعې په ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۲۵مه) د تويتر له لاري ويلي دي چي لوی درستيز جنرال راحيل شريف به د يکشنبې په ورځ کابل ته سفر وکړي.
هغه ويلي دي: «شريف به په کابل کي د افغانستان له پوځي او ملکي چارواکو سره له طالبانو سره د سولي پروسې په اړه د خبرو پيلېدو په اړه وږغيږي.»
د دې سفر موخه د هغو ژمنو پوره کول ښوول سوي چي په اسلام آباد کي د «آسيا د زړه کنفرانس» پر مهال د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير نواز شريف په افغانستان کي د ثبات راتلو په برخه کي کړي دي.
پاکستان ته د هند د لومړي وزير سفر
د هند لومړي وزير نريندرا مودي ويلي دي چي د جمعې په ورځ ماسپښين به د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف سره په لاهور کي ملاقات وکړي. دا په تيرو لسو کلونو کي پاکستان ته د هند د يوه لومړي وزير لومړی سفر دئ.
مودي د تويتر له لاري ويلي دي: «موږ ډېر خوشاله يو چي نن تر غرمې وروسته نوي ډهلی ته د تگ پرمهال په لاهور کي له لومړي وزير نواز شريف سره په لاهور کي ملاقات لرم.»
مودي د جمعې په ورځ د افغانستان پارلمان د نوي ودانۍ تر پرانيستلو وروسته د افغانستان پارلمان ته په وينا کي د افغانستان په پرمختگ کي د گاونډیو هيوادونو لکه هند او پاکستان گډي نژدې همکارۍ اړيني وبللې.
هغه وويل: «موږ پوهيږو چي د افغانستان بریا د هغه د گاونډيانو تر منځ په گډ کار او همکاريو پوري تړلې ده. د سيمي هیوادونه، هندوستان، پاکستان، ایران او نور باید د دغه گډ هدف د ترلاسه کولو له پاره سره متحد سي.»
مودي دغه راز د افغانستان سرحد ته نژدې د ترهگريزو فعاليتونو په اړه وويل: «افغانستان هغه وخت بريالی کيدای سي چي تروريزيم د سرحد له بلي خوا دلته رانه سي او د هغوی پټنځايونه او روزنتونونه له منځه یووړل سي. دا بريا هغه وخت ترلاسه کيدای سي چي د ترهگرو ملاتړي نور دنده ونه لري.»