د پاکستان په زندان کي د يوه هندي وژنه
۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۲, پنجشنبهد هندوستان لومړي وزیر منموهن سنګ، د پنجشنبې په ورځ له پاکستان څخه وغوښتل چې هغه شپږ بندیان چې د لاهور په زندان کې یې یو هندی بندي د تیري جمعې په ورځ وهلی وو، قانون ته وسپاري.
دغه بندي چې سرابجیت سینګ نومیده د جمعې له ورځې راهیسې د سختو ټپونو له کبله په کوما کې وو چې بیا یې د چهارشنبې په ورځ ساه ورکړه.
د هندوستان لومړي وزیر منموهن سنګ، وویل، دا د افسوس ځای دی چې پاکستان دوه کاله مخکې سرابجیت سینګ تر۲۰ کاله زندان وروسته د هندوستان په غوښتنه نه وو آزاد کړی.
له بلې خوا د هندوستان په پارلمان کې د اپوزیسیون غړو د منموهن سنګ پر حکومت باندي تور ولګاوه چې د پاکستان پر وړاندې ډیر نرم چلند کوي.
د وهلو لامل معلوم نه دی
پاکستاني پولیسو ویلي دي چې سنګ د نور بندیانو له خوا په خښتو او نور کلکو وسایل وهل شوی وو. دغو کسانو ویلي دي چې تر اوسه لا معلومه نه ده چې دغو زندانیانو ولي دغه هندی بندي وهلی دی. د دې پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي هم دي.
په ۱۹۹۱ کال کې پاکستاني چارواکو سنګ ته د مرګ سزا واوروله. پر هغه باندې په ۱۹۹۰ کال کې په لاهور او فیصل آباد کې د بمي بریدونو تور لګول شوی وو. که څه هم سنګ له پاکستان څخه غوښتي ول چې هغه وبخښي خو هغه هیڅ وخت له زندان څخه آزاد نه شو. له بلې خوا پاکستان د هغه د اعدامولو موده هم هر وخت څنډوله.
د سنګ کورنۍ تل ادعا کړې ده چې هغه بېګناه دی او په ۱۹۹۰ کال کې په غلطۍ سره د پاکستان خاوري ته اوښتی وو.
پاکستان د ډاکترانو هڅې ستایي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، اوس هڅه کوي چې ژر تر ژره ټول رسمي مراحل بشپړ کړي او د سنګ مړۍ هندوستان ته وسپاري. د دې وزارت چارواکو ویلي دي چې پاکستاني روغتیایي کارکوونکو د سنګ د ژوند د ژغورلو له پاره خپل ټولې هڅې کړې دي.
هندوستان او پاکستان له لسیزو راهیسې له یو بل سره ښې اړیکې نه لري. په ۲۰۰۸ کال کې د هندوستان پر ممبیی ښار باندې تر بریدونو وروسته د پاکستان او هندوستان اړیکې ډیري خرابي شوې، خو بیا د سخت نړیوال فشار له کبله دواړه هیوادونه یو څه آرام شول.