د په سونو زره کوچنیان څخه ماشومتوب خوارۍ اخیستی
د کار د نړیوال سازمان یا آی ال او، د رپوټ له مخې په پاکستان کې څلور میلیونه ماشومان مزدورۍ کولو ته اړ دي او د هغوی ماشومتوب د سختو کارونو قرباني شوی دی.
د آی ال او، د معلوماتو له مخې په پاکستان کې شا او خوا څلور میلیونه ماشومان یا په خځلو کې څه لټوي، د سړک پر سر واړه واړه شیان پلوري، په رستورانونو کې کار کوي او یا هم د مستریانو په ورکشاپونو کې کار کوي. په دغه انځور کې پنځه کلن عرفان مجید له خپل یوولس کلن ورور سره د اسلام آباد په یوه ورکشاپ کې په ورځ مزد باندې کار کوي.
شپږ کلن تنویر مشتاق له دوو کلونو راهیسې د خپل پلار د غوښې په یوه دوکان کې کار کوي. د تنویر پلار عمر مشتاق له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د پر له پسې گرانۍ له کبله یې خپل کوچني ماشومان هم پر کار ولگول. د زامنو په څیر یې دوې لوڼۍ هم د خلکو په کورونو کې کار کوي. هغه وایي: «که ماشومان مې هم کار و نه کړي، نو له کومه به څه خورو.»
نور احمد نه پوهیږي چې څو کلن به وي. د راولپنډۍ ښار دغه اوسیدونکي دویچه ویله ته وویل چې هره ورځ له خپلې مور او ورور سره په موټر کې سفر کوي او په اسلام آباد جوړ شوي کالي پلوري. پلار یې مړ دی او دوه ورونه ترې کشران دي. هغه وايي: «زما ډیر آرمان دا دی چې زه هم په کوم اختر کې دغسې نوي کالي واغوندم، کوم چې پلورم.» دغه کم عمره کارگر د ورځې تر څلورو سوو کلدارو گټي.
پروین اختر په اسلام آباد کې د خپلې عمه کره اوسیږي. مور او پلار یې د سرگودها نومې سیمې د یوه کلي اوسیدونکي دي. څلور خویندې او ورونه لري. عمه یې هغه د کار کولو له پاره دلته راوستې ده. پروین وايي چې دغه «ببوزي» یې مور او خاله په کلي کې جوړوي او دې ته یې رالیږي. هغه وایي چې دا یې خوب دی چې د کلي د نورو نجونو په څیر ښوونځي ته ولاړه شي.
په اسلام آباد کې د یوه موټر سایکل جوړونې په ورکشاپ کې کار کوونکي دغه ماشومانو د لمر تاو له پامه غورځولې او خپله دیاړي کوي. گراني، کورنۍ بې وزلي، د میندو پلرونو ناروغي او یا هم د خیټې لوږه د دغو ماشومانو د مجبوریو نومونه دي چې آن شاقه کارونو کولو ته یې مجبوروي.
پر سړکونو ټولو ورځ د گرمۍ، لمر او یا باران څخه بې نیازه دغه ماشومان په خځلو کې د اوسپنو د ټوټو، پلاستیک او نورو داسې شیانو لټه کوي چې وکولای شي ویې پلوري او هر ماښام کور ته یو څه لا ځانه سره یوسي. په انځور کې لیدل کیږي چې ماشومان په یوه میدان کې د اوسپنې میخونه راټولوي. ښایي دا پوښتنه ډیره دردونکي وي چې د اوسپنې څو ټوټې سړی راټولي کړي چې یوه ډوډۍ پرې واخیستلی شي.
دې انجلۍ خپل نوم فیروزاں (فیروزه) راوپيژنده او څلور کاله کیږي چې بنگړي پلوري. فیروزه دویچه ویله ته وویل چې پخوا به یې مور کور په کور گرځید او بنگړي به یې پلورل خو گوزاره به یې نه کیده. خو اوس د کراچي کمپني په نوم د سرویسونو تمځای ته څیرمه فیروزه او مور یې څادر غوړوي او بنگړي پلوري. د نورو میاشتو په نسبت تر اختر د مخه د روژې په میاشتې کې د دوی ورځنی عاید ښه وي.
اووه کلن عمر خلیل د سړک پر سر میوه پلوري. هغه وایي چې پخوا به یې کله پلار منډيي ته د میوې راوړلو له پاره تله، نو دی به یې زیاتره وخت یوازې پریښوده او ډیر به ډاریده. خو هغه اوس وایي: «اوس زه یوازې بیخې نه بیریږم، په یوازې سر د دوکاندارۍ سره عادي شوی یم.» یوازې په اووه کلنۍ کې حالاتو له ده داسې دوکاندار جوړ کړی دی چې په یوازې سر هم ډیر په ډاډه توگه له مشتریانو سره راکړه ورکړه کوي.
۱۴ کلن محمد رفیق د اتم ټولگي زده کوونکی دی. د هغه پلار په موټر کې له منډيي څخه تازه میوه راوړي او خرڅوي یې. ماښام مهال محمد رفیق د خپل پلار لاس نیوی کوي. رفیق وایي غواړي چې ډاکټر شي، خو دغه تعلیم ډیر گران دی. د رفیق پلار وایي: «زه به خامخا له خپل زوی ډاکټر جوړوم. زه به په هر صورت د ده خوب پوره کوم.»
بې له دې چې دغه معصومه ماشومان گرمي او یخني په پام کې ونیسي ټوله ورځ خلته تر غاړې خځلې او ډیرانونه لټوي. کله چې پرې لوږه او تنده راشې نو کله د چا دروازه ولگوي، څه ترلاسه کړي او که نه، نو وړاندې ځي. دغه درې سره ماشومان اسلام آباد ته څیرمه د یوه کلي دي.
یوولس کلن عبدالله چې په یوه ورکشاپ کې شاگرد دی دویچه ویله ته وویل چې په کوم دوکان چې په مزدورۍ کار کوي هغه یې د ماما دی. پلار یې مور طلاقه کړې ده او له خپلې مور سره د نیا په کور کې اوسیږي. عبدالله وایي: «ماما مې ډیر سخت سړی دی، که چیرې کله سم کار و نه کړم نو وهل کیږم. د هغې ورځې مزد چې سل کلداری دی هم نه ورکول کیږي. په دغسې یوه حالت کې په نهره ویدیږو.»
د اختر په رارسیدو سره د سړکونو پر سر هم د خلکو په شمیر کې زیاتوالی راځي. د سړک پر غاړه څادرې غوړوي او بیلا بیل شیان پلوري. په سخته گرمۍ کې دغه ماشومان د داسې مشتریانو په انتظار وي، چې یو څه ته راونیسي.
اته کلن محمد رفیق په کاغذي کارتن کې د بند سامان د خرڅولو له پاره لومړی ځای لټوي. اوس یو کال کیږي چې د راولپنډۍ کمرشل نومې مارکیټ مخې ته د سړک پر غاړه یو څه پلوري. مور یې په دوه، درې کورونو کې کار کوي. محمد رفیق دویچه ویله ته وویل: «موږ په خامه کلي کې اوسیږو. دوه وړې خویندې مې هم شته. پلار مې اخبار پلوري. ټول په گډه خپل کور چلوو.»