د پيښور زړې او تاريخي ودانۍ
د پيښور پخوانۍ ودانۍ د دغه ښار د تيروخت د شان او شوکت ښکارندوي کوي. دغه ودانۍ د پيړو مخکې بريتانيا د امپراتورۍ يادونه تازه کوي، خو د ډیرو يې اوس وضعيت ښه نه دی.
ګهنټه ګهر
کننګھم کلاک ٹاور يا د ګننګهم ساعت برج. دا برج چې تر ډيره په ګهنټه ګهر مشهور دی د پيښور ښار شاته پروت دی. په دغه برج کې يو غټ ساعت هم نصب دی.د ګهنټه ګهر اطراف چوک خوا تللې راغلې کوڅې له مختلفو دوکانونو ډکې دي چې تل په کې بيروبار وي.
د ديليپ کومار کور
د پيښور قصه خوانۍ بازار چې پخوا په کيسو او داستانونو مشهور وو، نن هم د ديليپ کومار د کور په شان ودانيو خپل شهرت لري. د هندوستان د باليود سينما د نامتو اداکار ديليپ کومار پخوانی کور هم په قصه خوانۍ کې دی. د پيښور صوبايي حکومت دغه کور د لرغوني ميراث په توګه پيژندلی، خو تر اوسه يې د بيارغونې په برخه کې هيڅ کار شوي نه دی.
د شاهرخ خان پلرنی کور
په قصه خوانۍ بازار کې د شاهرخ خان آبایي کور هم دی. د شاه ولي قتال په نوم د دغې سيمې اوسيدونکی وايي چې دوي هيله مند دي چې د هندوستان د باليوډ سينما سوپر ستار شاهرخ خان يو ځل دغې سيمې ته د ليدو په موخه ورشي.
ډهګي نال بندي/ د راج کپور کور
په دهګې نال بندي کې دغه درې پوړيز کور د راج کپور د کورنۍ دی. د چارواکو په وينا د کپور کورنۍ په۱۹۳۰م کال کې ممبي ته کډه شوه، خو د پاکستان تر جوړښته يې پيښور ته تک راتک ادامه لرله.
سيد احمد شاه زيارت
د سید احمد شاہ زيارت چې په بت شکن باندي شهرت لري، هم د پيښور په شاه ولي قتال سيمه کې موقعیت لري. د چارواکو په وينا احمدشاه په خپل وخت کې په دغه سيمه کې ډيرې بت خانې نړولي دي.
د لرغون پيژندونکي په حواله، د پيښور په قصه خوانۍ بازار کې ډيري تاريخۍ ودانۍ او ځایونه شته. خو له هغو څخه ډيري يې د نه پاملرنۍ له وجې د وخت په تيرو زيانمني شوي چې ځينې یې د نړیدلو له خطر سره مخامخ دي.
د پيښور د زوړ ښار له تاريخي او زړو ساختمانونو لرونکو سيمو څخه يوه يې «محله سيټهيان» ده. په دغه مشهوره سيمه کې ولاړې دنګې ودانۍ نژدې يوه پيړۍ تاريخي قدامت لري. محله سيټهیان د سيلانيانو له پاره يوه په زړه پوري سيمه ګڼل کيږي.
دا په «سيټهیان محلې» کې پروت د «سيټهي هاوس» په نوم ځای دی. د خيبر پښتونخوا ایالت د توريزم ادارې دغه څلور پوړيزه تاريخي ودانۍ د هغې له مالکي څخه رانيوله. سيټهې هاوس په لرغونو ميراثونو کې شامله شوه چې اوس د سيالانيانو پر مخ پرانيستل شوې ده.
سيټهي هاوس ودانۍ په اتلسمه پيړۍ کې سيټهې کورنۍ جوړه کړه. دغه ودانۍ د خپلې معمارۍ له اړخه بې جوړې ده. د سيټهې هاوس په زړه پوري ودانۍ ليدو ته هره ورځ ډېر سيلانيان ورځي.
د قصه خوانۍ بازار تاريخي اهميت ته په کتو، د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت د دغه بازار د لا ښايست له پاره په اړوندو سيمو کې د پرمختيايي پروژو کارونه پيل کړي دي. په دغو سيمو کې مختلفي ساختماني چاري پيل شوي دي چې پکښې برق، ګاز او تر ځمکې لاندي پايپ لاين سيستمونه په نظر کې نيول شوي دي.
د دغې سيمې يو تن مشر شفيق وايي چې د ګنجان آباد ښار داخلي ښايست د بريښنا کيبلونو له وجې خراب شوی دی. هغه وايي که چيري د دغې سيمې د بريښنا ټول کیبلونه تر ځمکې لاندي تير شي نو ښار به ډير په زړه پوري او ښايست به یې برملا سي.
د ګهنټه ګهر منار په ۱۹۰۰م زيږديز کال کې د بريتانوي راج په وخت کي جوړ شوی. د وخت په تيريدو سره دغې ودانۍ ته زيانونه اوښتي دي، خو اوس د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت د هغې د بيا رغونې له پاره يوه لويه پروژه منظور کړې ده.
موسيقي هم د پيښور د قصه خواني بازار په زړو فرهنګونو کې راځي. په قصه خوانۍ بازار کې د موسيقي د آلاتو د زړو دوکانونو شتون، د دې ښکاروندويی کوي چې د دغې علاقې پخوانيو اوسیدونکو له موسيقۍ سره خاصه مينه لرله.