د ځمکي تودښت کوم طبيعي افتونه رامنځ ته کوي؟
تودښت، سړه هوا، طوفانونه او سیلابونه - د هوا د انتساب شبکه، د سختې هوا او اقلیم بدلون ترمنځ اړیکې ارزوي. دنده پیچلې ده، د هر ډول سخت موسم سره بيلا بيل معیارونه شمیرل کیږي.
د تودښت څپه
په ټوليزه توګه ګرمه فضا کې په منطقي ډول د تودښت څپې هم پیاوړي دي، نو د نړۍ د اوبو او هوا د تودښت کارپوهان «WWA» د دوي تر منځ د اړيکو په هکله خپله لارښوونه کې په ګوته کوي چې د تودو څپو زياتيدل کولې شو مدام د هوا او اوبو له بدلون سره وتړو.
وچکالی
د اوږدې مودې له پاره د خاورې وچیدل بیلا بیل لاملونه لري. د اقلیم بدلون د دروند خو لږ باران او د تبخیر د زیاتوالي لامل کیږي. په ډېرو ځایونو کې د غیرې طبیعي اوبو څخه د انسانانو کار اخيستل دي. له همدې کبله، وچکالۍ په ټوليزه توګه، يوازي د اقلیم بدلون ته منسوب کيدی نه شي.
پر نباتاتو اور لګيدنې
هغه څه چې د اروپا، اسيا امریکا او استراليا په ځنګلونو کې ليدل کيږي تر يوې اندازې پوري يې سبب ځايي انسانان دي. د ځنګلونو او اوبو ښه مدیریت ممکن خطر کم کړي.
سيلابونه
توده هوا کولی شي ډیر رطوبت جذب کړي، نو له کبله يې ډیر باران وريږی. او له همدې امله د نړۍ په هره سیمه کې سیلابونه قوي شوي دي. دغه راز، د يو سیلاب اندازه په ډیرو او بيلا بیلو لاملونو پورې تړاو لري.
استوايې طوفانونه
د WWA څیړونکي وايي، طوفانونه، لکه هریکين، سايکلون او تايفون، چې په پر له پسې ډول نه پیښیږي او د اوسني پوهې له مخې د دوی د باد سرعت د اقلیم د بدلون په پایله کې نه دی بدل شوی. حقیقت دا دی چې دغه طوفانونه ډېر وختونه وژونکي پایلې لري. په ځانګړي توګه چې دغه طوفانونو سره ډيرې اوبه يا سيلاب راځي.
طوفاني څپې
د طوفان زیاتوالی هغه وخت رامنځ ته کیږي کله چې ځواکمن بادونه په لوړو څپو کې د ساحل پر وړاندې پر سمندر فشار راوړي. دا په ځانګړي ډول د «پسرلي د څپو» په بهير کې خطرناک کیږي او په هرو 14 ورځو کې پیښیږي. کله چې ځمکه، سپوږمۍ او لمر په یوه لیکه کې وي، د WWA د لارښوونو له مخې، د نړۍ په کچه د ځمکې د تودوښت خطر تر هغه وخته پورې زیاتوي چې په سمندر کې د څپو لوړوالی او اوبه له لوړې کچې سره سيمې ته ننوځي.
د سختو درنو واورو وريدل
په ټوله نړۍ کې د ځمکې تودوښت د زیاتوالي له امله يخه هوا لږ شوې ده. تر اوسه پورې، WWA هم په سختۍ سره د درنو واورو د فریکونسۍ او شدت په اړه کوم باوري معلومات نه لري. خو دلته هم داسې نښې نښانې شته چې د نړۍ په شمالي نیمه کره کې په ځینو سیمو کې د واورو وريدلو شدت زیات شوی دی.