1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ځمکې د کُرې ستوماني په څه معنی ده؟

۱۳۹۸ مرداد ۵, شنبه

څوک چې هره مياشت له خپل جاري حساب څخه تر حده زياتې پيسې مصرفوي، ډېر ژر له افلاس سره مخامخ کيږي. د ځمکې کُره هم همداسې وبولئ چې انسانان يې تر حده زياتې سرچينې مصرفوي. خو د نړۍ د ستومانۍ ورځ څه ده؟

https://p.dw.com/p/3Moh5
Klimawandel | Symbolbild | Erdkugel
انځور: picture-alliance/dpa/NASA/Goddard Space Flight Center

ټول بشر اصلا پوروړی دی چې دغه قرضداري ورځ تر بلې پسې زیاتيږي هم. په لومړي ځل د ځمکې د کُرې «د ستومانۍ» په نوم ورځ اوس د جولای مياشتې ته ورمخکې شوې ده. د آلمان په پلازمېنه برلين کې مېشتې «ګلوبل فوټ پرينت» شبکې ويلي دي چې د جولای د ۲۹مې يعنې د دوشنبې ورځې ور وروسته د طبيعت او چاپېريال بودجه سږ کال اصلا خلاصيږي. ځکه چې د دوشنبې ورځې وروسته په نړۍ کې مېشت تقريبا ۷،۷ میلیارده انسانان د کال د پاته برخې په پرتله کروندې، څړځايونه، د کبانو زېرمې او ځنګلونه تر هغه حده زيات په اصطلاح مصرفوي چې اصلا د محاسبې او رياضياتو له مخې يې په اختيار کې لري. په دې ترتيب بشر تر هغې اندازې لا زيات کاربن ډاي اکسايد هم توليدوي چې ځنګلونه او سمندرونه يې جذبولی شي. د «ځمکې د ستومانۍ ورځ» تېر کال لا د اګست په لومړۍ نېټه وه. دغه ورځ په تېرو لسيزو کې وار په وار لا رامخکې شوې ده. په ۱۹۸۷ م کال کې د «ځمکې د ستومانۍ ورځ» د دسمبر په ۱۹مه نېټه وه، په داسې حال کې چې په ۲۰۰۰ م کال کې هغه د سپتمبر ۲۳مې ته رسېدلی وه. 

Deutschland Wald Dürre Frühling
د ځمکې او کروندو شُړېدنه مخ پر ډېرېدو دهانځور: picture-alliance/Bildagentur-online/Ohde

د ځمکې څو کُرې مو پکار دي؟

د «ګلوبل فوټ پرينت» د شبکې، د جرمن واچ د چاپېريال ساتنې او نورو سازمانونو په حواله د نړۍ اوسېدونکي اوسمهال د ځمکې ۱،۷۵ کُرو ته اړتيا لري څو د طبيعي زېرمو اوسطه اړتيا پوره شي. څه باندې ۸۰ سلنه وګړي په داسې هېوادونو کې ژوند کوي چې په چاېريالي کسر کې قرار لري. آلمان هم کومه ښه بېلګه نه ده. که ټول انسانان د امريکا متحده آيالاتو په څېر طبيعي سرچينې ولګوي، نو د ځمکې پنځو کُرو ته اړتيا لرو، آلمان بيا دريو کُرو، فرانسه او بريتانيا ۲،۷ کرې او چين بايد ۲،۲ کُرې په اختيار کې ولري. د چاپېريال ساتنې سازمانونو د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د جولای ۲۳مه) په برلين کې ويلي دي چې «په ټوله دنيا کې او دلته په آلمان کې هم د زيات مصرف او د اقليم د کړکېچ ژور عواقب د ليدو وړ ګرځي». د طبيعي زېرمو او سرچينو تر حده زيات مصرف يو څه وخت امکان لري، خو بيا سيستم په يو وار چپه کيږي. د دې پايلې اوس لا ليدل کېدای شي، د ځمکې فرسايش يا  شُړېدنه او د دښتو رامنځ ته کېدل، د کروندو د حاصلات کمېدل، د ځنګلونه او ژويو د انواعو له منځه تګ، او د کاربن ډای اکسايد کچه هم زياتيږي چې ورسره اقليم تغيير خوري. د راپور د ليکونکو په حواله د کاربن ډای اکسايد افراز تر ټولو چټکه وده کوي او د ځمکې پر کُرې باندې د انسان تر ټولو ستر اغېز دی. د کاربن ډای اکسايد د توليد کمول له دې کبله د چاپېريال د ساتلو په برخه کې اصلي هدف دی. خو د دې تر څنګ د وګړو زياتولی او ډېر استهلاک هم د دې باعث ګرځي چې د ځمکې کُره ډېر ژر ستومانه کيږي.  

NS/AWA(KNA)