1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین د دودیز طب او درمليزو میتودونو بیرته راستنیدل

۱۴۰۱ بهمن ۲۵, سه‌شنبه

د کرونا ناروغۍ له پيل راهيسې د چين ولسمشر د چين د عنعنوي درملو پر ترويج ټينګار کړی او چارواکو يې د کرونا ويروس پر وړاندې مبارزه کې د دې رول مهم بللی دی. په هر حال انتقاد کوونکي د دې اغېزمنتوب ادعاوې ننګوي.

https://p.dw.com/p/4NThl
د کرونا ناروغۍ له پيل راهيسې د چين ولسمشر د چين د عنعنوي درملو پر ترويج ټينګار کړی  دی.
د کرونا ناروغۍ له پيل راهيسې د چين ولسمشر د چين د عنعنوي درملو پر ترويج ټينګار کړی دی.انځور: DW

په چین کې چې د نړۍ تر ټولو ډیر نفوس لرونکی هیواد دی، کوویډ-۱۹ په میلیونونو خلک په ناروغۍ اخته کړي دي او دغه ناروغي په هیواد کې د درملو د کمښت لامل شوې ده. ډېرو خلکو د ویروس د جدي اغیزو سره د مبارزې له پاره دودیز چینایي درملو ته مخه کړې ده.

د چين ولسمشر شي جين پينګ د چين د سختو اقتصادي ستونزو يو مهم لامل د کرونا ويروس ګڼلی او د دغه ويروس له پيله يې د چين د دوديزو درملو ترويج پيل کړ. په ورته وخت کې د روغتیا چارواکو د کرونا ویرس سره په مبارزه کې د دې درملو «مهم رول» و ستايه او ټينګار يې پرې وکړ.

د جینسینګ چای
د جینسینګ چایانځور: Imago/Chromorange

له بلې خوا منتقدین وايي چې دا «علمي اساس» نه لري او د اصلي ناروغۍ په درملنه کې بې اغیزې دی. دا چې د دې د اغیزمنتوب ادعاوې نشي ثابت کیدای، ځکه چې کمزورې ارزونه يې شوې او په اړه يې ډېر لږ معلومات شتهپه ټوله نړۍ کې د درې په څلورمه برخه مړينو علت غير ساري ناروغۍ دي.

په ټوله نړۍ کې د درې په څلورمه برخه مړينو علت غير ساري ناروغۍ دي

چين په نړۍ کې يوه له هغو څو لرغونو ټولنو څخه ده چې پکښې د شفا دوديز ميتودونه، د بوټو او نورو طبيعي محصولاتو څخه نيولې د ستني وهلو تر طب او نيپي تولي غذايي رژيم پوري يوه معمولي روش دی.

صحي تغذیه د معافیت سیسټم پیاوړي کولو لپاره
صحي تغذیه د معافیت سیسټم پیاوړي کولو لپارهانځور: ArTo/Zoonar/picture alliance

يعنې د چين دوديز درمل له زرګونو کلونو راهيسې د هر ډول ناروغيو د درملنې له پاره کارول کېږي او په عصري وخت کې، په ميلیونونو خلک يې د بيلا بیلو ناروغیو د نخښو کمولو له پاره د عصري درملو سره يو ځای کاروي.

زموږ له آرشيف څخه: