۱۳۹۸ آذر ۲۰, چهارشنبهپه کابل کې چاودنې په منظمه توګه د انسانانو ژوند اخلي. اوس نوي رپوټونه د دغه ښار اوسیدونکو له پاره تر دې ستر خطر اټکلوي او دغه خطر هغه هوا ده چې د کابل اوسیدونکي یې تنفس کوي. تر اوسه په دې هکله رسمي ارقام نه شته خو د سټیټ آف ګلوبل ایر، تحقیقاتي ډله اټکل کوي چې په ۲۰۱۷م کال کې ۲۶۰۰۰ کسانو په افغانستان کې ښایي د ککړې هوا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.