د کندز پر سقوط د آلماني پوځيانو «غوسه او خفګان»
۱۴۰۰ مرداد ۲۰, چهارشنبهد کندز ښار سقوط د آلمان پوځ ډېرو عسکرو ته يوه مخربه رواني ضربه رسولی ده. دا خبره په افغانستان کې د آلمان د دوو لسیزو په ماموريت کې شاملو عسکرو کړې ده.
د وولف ګرايګس په نوم د آلمان د پوځ يو پخوانی عسکر چې اوس ليکوال او د روستوک پوهنتون تعليم و تربيې د برخې استاد دی، وويل: «دې [ د کندز سقوط] د پخوانيو عسکرو احساساتو ته ټکان ورکړ.» هغه زياته کړه: «هیڅ يو ځای هم د آلمان د پوځ له تلفاتو سره دومره ډېر تړاو نه لري، لکه کندز.»
آلمان پوځ تر ټولو ډېر تلفات په کندز ولايت کې ورکړی دي. ګرايس زياته کړه: «دا هغه ځای دی چې آلماني عسکرو پکې په لومړی ځل تجربه کړل چې په يوه بې انډوله جګړه کې مرينه څه معنا لري او دا څومره يوه ناولې جګړه وي.«
د آلماني پوځ د «تاريخ تر ټولو خونړی کال»
که څه هم چې په لومړي سر کې کندز د هېواد په امن ولايتونو کې شميرل کيده، چېرې چې آلمان د ناټو ائتلاف د ايالتي بيارغونې ډلو مشري پر غاړه واخیسته خو بيا له ۲۰۰۶م کال څخه په سيمه کې جګړې مخ پر ډېريدو شوې.
د ګرايس په خبره دا کندز وو چېرې چې په افغانستان کې د آلمان د پوځ د ماموريت اصلي موخه تر آزموينې لاندې وه.
په دغه ولايت کې يو څو شمیر ناوړه پېښې رامنځته شوې: د ۲۰۰۹م کال په سبتمبر کې يوه آلماني افسر د تېلو پر دوو ټانکرونو د هوايي بريد امر ورکړ چې په پایلې کې تر سلو زيات انسانان ووژل شول. د دغه پېښې له کبله رامنځته شوې افتضاح د آلمان د هغه وخت د دفاع وزير فرانس یوزف يونګ ته د هغه د څوکۍ په بيه تمامه شوه.
تر دې پېښې يو کال وروسته مخ پر ډيريدونکي ډول آلماني عسکر له طالبانو سره په جګړو کې ښکيليدل. د ۲۰۱۰م کال په اپريل میاشت کې د ګزمې پر وخت د کمين په ترڅ کې درې آلماني عسکر ووژل شول او اته نور ټپيان شول.
دا د هغه څه پېل وو چې د آلمان پوځ «د تاريخ د تر ټولو خونړي کال» په توګه ونوموه. په ټوله کې ۵۹ آلماني عسکرو په تېرو دوو لسیزو کې خپل ژوند بايللی دی.
د طالبانو لاسو ته د کندز د لوېدو په اړه اندرياس ايګرت چې په افغانستان کې د آلمان د ماموريت په ترڅ کې درې دورې یې هلته دنده ترسره کړې او اوس د آلماني عسکرو د ټولنې «بي دي وي» مشر دی، وويل: «د دې تشريح کول سخت کار دی. په سر کې مې ډېر څه تیريږي – هم خفه يم او هم په غوسه.»
د هغه چا غوسه ډېر هدفونه لري چې هغه عسکر يې چې په افغانستان کې وژل شوي، پيژندل. هغه وايي: «غوسه مې پر طالبانو ده چې غواړي خلک د هغوی تر ولکې لاندې ژوند ته مجبوروي. خو زه د آلمان د حکومت او دفاع وزارت پر پريکړه هم غوسه يم، دا څه دا زيان د وړاندوينې وړ وو.»
بې وسي، غوسه او خفګان
يو بل پخوانی عسکر يوهانس کلير چې د خپل ماموريت په اړه یې یو کتاب کې هم ليکلی دی، وويل: «ډېر ناوړه احساس لرم. موږ هلته خپله وينه، اوښکې او خوله بهولې ده. قوماندانان مو وژل شوي. او دا هر څه د وړاندوينې وو.»
نوموړی زياتوي: «دويمه خبره داده چې زموږ په راستنېدو سره هلته پاتې افغانان د مرګ له خطر سره مخامخ دي. په ځانګړي توګه هغه یې چې له لويدیځ سره یې مرسته کړې ده.» هغه زياتوي: «زه اوس دلته ناست يم د هغو له پاره هیڅ هم نه شم کولی.»