د کوم دين پېرويان څه شی پر سر کوي؟
د نړۍ په مختلفو دینونو کې په عقیدوي لحاظ د سر د پټولو له پاره له لونګۍ، خولۍ، څادر او کِپا په څیر له مختلفو شیانو څخه کار اخیستل کیږي. په دې انځوریز رپوټ کې به وګورئ چې د کوم دين پیروان څه په سر کوي.
د سر دسمال یا سکارف
د سر دسمال ته د حجاب یوه برخه هم ویل کیږي. په لویدیځو هیوادونو کې د حجاب اغوستلو پر موضوع ډير سخت بحثونه روان دي. د ترکیې او یو شمیر عربي هیوادونو اکثره ښځې خپل سر په سکارف یا د سر په دسمال او پړوني پټوي.
حجاب ډوله څادر
په منځني ختیځ کې ډیرې مسلمانې ښځې له ځان څخه حجاب ډوله څادر تاووي. له دې حجاب ډوله څادر سره ټول بدن پټیږي چې معمولاً تور رنګ لري.
کِپا
اروپایې یهودانو په اوولسم او اتلمسه پیړۍ کې د دیني علامت یا نښې په توګه د کِپا (دا ډول کوچنۍ خولۍ چې په انځور کې لیدل کیږي)پر سرول پیل کړل. د یهودانو د مذهبي دود له مخې ټول سړي باید د عبادت او هديرې ته د تګ پرمهال کَپا په سر کړي.
تاج
د کاتولیک کلیسا کشیش د مذهبي مراسمو پر مهال یو تاج پر سروي. د دې تاج ډوله خولۍ شاته دوه فیتې لګول شوي دي چې د پخواني او نوي عصر د انجيل د نخصو نښه بلل کیږي.
د سکانو لونګۍ
د پنځلمسې پيړۍ په اوئلو کې د هند په شمال کې د سک مذهب رامنځته شو. د سکانو په مذهب کې کیري او لونګۍ ته ډیر ارزښت ورکول کیږي.
د ښځینه راهبانو حجاب
په ټوله نړۍ کې عیسوي راهیبانې یو ځانګړي ډول لباس اغوندي. د دې لباس اوږدوالې ټوپیر کوي او د هغې کلیسا پورې تعلق لري چې دغه راهیبانې ورته د عبادت له پاره ورځي.
شیتل
د هاسیدک قوم پورې اړوند واده شوي یهودۍ ښځې (هغه چې ډیر مذهبي وي) خپل د سر ویښتان کلوي او یو ډول خوله په سروي. دې خولۍ ته شیتل ویل کیږي.
بیرت
د روم کاتولیکانو پاپ یا کشيشانو له دیارلسمې پيړۍ څخه د بیرت په نامه خولۍ په سرول پيل کړل. په آلمان، هالنډ او فرانسه کې دا خولۍ ۴ کونجونه لري.
نقاب یا منډاسا
له کاټن یا پنبې څخه جوړ دغه دسمال یا څادر لږ تر لږه ۱۵ متره اوږدوالی لري. دا ډیري وختونه په لویدیځ افریقایې هیوادونو کې استعمالیږي. د طوارقو جنګیالیو به د خپل مخ او سر پټولو له پاره دا څادر په ډیره مینه په سروه.
شتریمل
واده کړي یهود نارينه دا ډول خولۍ چې له بخمل او د حیواناتو له وړیو څخه جوړ وي په رخصتیو او مذهبي مراسمو کې په سروي. تر ټولو دمخه په سویلي ختیځ اروپایې هیوادونو کې د هاسیک قوم یهوادانو له خوا د دې خولې پر سرول پيل شوي وو.
هیټ
په شمالي امریکا کې آمش قوم د محافظه پاله عیسویانو څخه شمیرل کیږي. آمش په اتلسمه پیړۍ کې له اروپا څخه امریکا ته تللي ول او هلته میشت شول. د هغوي ښځي ډیر ساده خو سړي یې مختلف ډوهه هیټ یا خولۍ په سروي.