د گول يا نه گول معلومولو نوی تخنيک
۱۳۹۳ خرداد ۱۹, دوشنبهد پخواني شوروي اتحاد د يوه ريفري توفيق بحراموف، په اړه چي د فوټبال په يوه نړيواله اتلولي کي يې د څنگ د ريفري وظيفه پرغاړه لرله، تر اوسه پوري په کافي گانو او يا هم د ژورناليستانو او فوټبال د مينه والو په منځ کي تاوده بحثونه تر سره کيږي.
دغه ريفري په ۱۹۶۶ ميلادي کال کي داسي يوه پريکړه وکړه چي د بريتانيا د فوټبال د نړيوالي اتلولۍ د گټلو او آلمان لوبډلي د بايللو سبب سوه.
بحراموف هغه وخت په ويمبلې لوبغالي کي د پای لوبي په ۱۰۱ دقيقه کي د يوه گول پريکړه وکړه. د بريتانيا لوبډلي يوه فارورد گوف هورست، له خوا د توپ تر شارتولو وروسته توپ د گول پر پاسنۍ پايي ولگېد او وروسته د گول پر خط راولوېد. آلماني لوبغاړي وولف گنگ ويبر بيا دغه حالت نور هم هيجاني کړ او توپ يې له ميدان څخه دباندي شوټ کړ.
سويسی ريفري گوتفريد دينست، که څه هم په دغه لحظه کي يو څو متره ليري ولاړ وو خو بيا يې هم د دغه گول په اړه سمه پريکړه نه سوای کولای. دا کار د دې سبب سو چي د لوبي د ميدان د څنگ ريفري چي ۴۰ متره ليري ولاړ وو، ووايي چي توپ يې وليد او د بريتانيا په گټه يې پريکړه وکړه.
د دغې نړيوالي اتلولۍ تر تيريدو ديرش کاله وروسته هم ريفري دينست وايي چي «زه تر اوسه پوري لا په دې خبره مطمين نه يم چي توپ د گول په دننه کي وو او که نه. او حتی سل کاله وروسته چي يو وار مړ او بيا راژوندی هم سم، همدا خبره به وکم.»
په فوټبال لوبو کي د لا ډيرعدالت غوښتنه
خو اوس د فوټبال نړيوال فدراسيون نور نه غواړي چي د فوټبال لوبو په يوه نړيواله اتلولي کي دي يو وار بيا دغه ډول نامعلومه گولونه د بحثونو موضوع وگرځي. له همدې کبله فيفا غواړي په برازيل کي د فوټبال مسابقو پر وخت د آلمان له خوا وړاندي سوی دغه سيستم چي د گول کنترول په نامه ياديږي، کار واخلي.
د دغه سيستم د جوړولو مسئول آلمانی ديرک برويش هاوزن نوميږي. هغه په دې اړه وايي: «موږ ته يوه په زړه پوري فکر پيدا سو او غوښتل مو چي د فوټبال په سياليو کي د لا ډيرعدالت څخه کار واخيستل سي. له همدې کبله مو د گول د کرښو په اړه دغه تخنيک ته وده ورکړه.»
په دې ډول به د فوټبال په يوه لوبغالي کي اووه دقيقي کمرې لوبه او د توپ حرکت څاري. کله چي توپ په بشپړ ډول د گول له کرښي تير سي، بيا نو دغه سيستم د ريفري هغه آلې ته يو زيگنال ورکوي چي د هغه په لاس پوري تړلې ده. او که توپ د گول تر کرښې سم نه وي تير سوي بيا نو دغه زيگنال هم خاموشه وي.
برويشن هاوزن، زياتوي چي «دغه سيستم تر خپل لومړني رسمي فعالېدو ترمخه د فيفا له خوا ټاکل سوي يوه بې طرفه انستيتوت له خوا آزمويل سوی هم دی. دغه سيتم ډير دقيق او مطمين دی.»
آيا توپ گول سو او که نه؟
د فوټبال ډيری کارپوهان بيا په دې نظر دي چي دغه نوی سيستم کيدای سي چي يو ريفري په دقيق ډول گول ته ځان متوجه نه کړي او حتي يوه سر سري پريکړه وکړي. خو برويش هاوزن بيا داخبره ردوي او وايي چي نه، دغه سيستم فقط له ريفري سره مرسته کوي چي توپ واقعاً گول سو او که نه! هغه زياتوي چي د فوټبال يوه نړيواله سيالي به بيا هم د پخوا په ډول هيجاني وي، په هغه کي به هيڅ ډول تغيير را نه سي، فقط د لوبي د گټلو يا نه گټلو په هکله به عادلانه پريکړه کيږي.
خو بيا به هم بحثونه ادامه ولري!
په وروستيو کلونو کي د فوټبال مسابقو پر وخت د لوبغاړو سرعت ډير سوی دی. د لوبو صحنې د نندارچيانو تر سترگو ژر تيريږي. له همدې کبله په نړيوالو مسابقو کي د مثال په ډول برازيل کي دا مهمه ده چي د گول کنترول د تخنيک څخه کار واخيستل سي. د دغه سيستم په وسيله په لوبه کي هيڅ تغيير نه راځي، يوازي يو ريفري کولای سي خپله پريکړه په ډاډه زړه سره وکړي.
خو سربيره پر دې به د فوټبال د يوې نړيوالي لوبي پر وخت احساسات او شخړه ييز بحثونه د پخوا په شان موجود وي. ځکه چي د لوبي پر وخت نوري پوښتني هم رامنځ ته کيدای سي، د مثال په ډول آيا توپ په لاس ووهل سو؟ آيا لوبغاړي افسايډ دی؟ ښه به نه وای چي ترينر د يوه بل تخنيک څخه کار اخيستي وای؟ او داسي نور. خو يوازي دا هيله پاتيږي چي دغه ډول پوښتونو ته هم يو وخت د يوه بل نوي تخنيکي سيستم په واسطه جواب نه ورکړل سي.