د یونان مهاجر کمپونه د کرونا پر وړاندې مجهزیږي
۱۳۹۹ فروردین ۶, چهارشنبهد اروپايي اتحادیې کمیسیون د سه شنبې په ورځ په بروکسل کې ویلي دي چې له یوناني ادارو سره پر یوه بیړني پلان کار روان دی. زیاته شوې ده چې هلته په ټاپو ګانو کې د کرونا ویروس د باالقوه خپریدو په صورت کې د یوه غبرګون موضوع مطرح ده.
د ځایي چارواکو په وینا د اروپایي اتحادیې په مرسته به پر نورو سربیره د مهاجرو د ثبتیدو په مرکزونو او کمپونو کې د روغتیا پالو ماموریتونه تمویل شي.
ويل شوي دي چې پر دې سربیره به له ټاپو ګانو څخه د یونان نورو برخو ته د مهاجرو د انتقالولو په برخه کې هم دغه مرستې وکارول شي.
همداشان یوناني چارواکو په ځینو اقداماتو پېل کړی دی چې د نویو راغلو کسانو د تبې معلومول او د ملاقاتونو لغوه کول پکي شامل دي.
په آلمان کې ځینو خیره سازمانونو لکه دیاکوني، د یونان په ټاپوګانو کې د مهاجرو د کمپونو پر خالي کیدو ټینګار کړی دی.
د دغه سازمان مشر لي لي، په برلین کې خبرداری ورکړی دی چي که چیرې دغه ویروس (کرونا) کمپونو ته ورسیږي نو د ځینو مزمنو ناروغیو چې مهاجر لا دمه پرې اخته دي او کمو روغتیايي خدماتو له کبله باید د ډیرو کسانو مړینه اټکل کړو.
هغه یادونه وکړه چې په «دغو کمپونو کې د ځانو ژغورلو له پاره د نظافت لومړني مقررات تطبیقیدل امکان نه لري.»
تر دې دمخه د «بې پولې ډاکټرانو» سازمان او «سي واچ» د دغو کمپونو څخه د مهاجرو د ایستلو غوښتنه کړې وه. د دوشنبې په ورځ د اروپا د پارلمان داخلي جرګه ګۍ د اروپایي اتحادیې له کمیسیون څخه پخپله دغه غوښتنه وکړه.