رمضان: د مسلمانانو مبارکه میاشت د انځورونو په ژبه
په ټوله نړۍ کې مسلمانان د روژې میاشت د ديني مراسمو، مرستو، روژې نیولو او روژه ماتي په کولو سره لمانځي
د اقتصادي فقر تر سیوري لاندې روژه نیول
دا څوم کال دی، چې د افغانستان خلک بې وزلۍ او اقتصادي بحران کې روژه تېروي. د دې حالت له امله ډېر بې وزله خلک نه شي کولی، چې د روژه ماتي له پاره آن وچه ډوډۍ پیداکړي.
د اسلام پر پنځو بناو تمرکز
میلیونونه مسلمانان د روژې میاشتې په تېرولو اخته دي. هغوی د سهار له اذانه تر ماښامه له خوړو او څښاک پرهیز کوي. د روژې موخه د فکر تمرکز او الله ج سره د مومنانو نزدیکت دی. د هند په څلورم لوی ښار حیدراباد کې کوچنیان د اسلام پنځه بناوې زده کوي.
د روژې میاشتې ننداره
د روژې میاشتې پیل ښايي ډېرو هېوادونو کې متفاوت وي؛ ځکه د میاشتې راښکاره کېدل له اسلامي سپوږمیز کال پیلېږي. ډېر هېوادونه د هغوی جغرافیوي موقعیت ته په کتو د روژې میاشت ویني. اندونیزیا کې د میاشتې لیدو ټیمونه په دوربینونو کې ګوري، چې د روژې پیل اعلان کړي.
په جګړه ییز چاپېریال کې روژه
په غزې تړانګه کې سږنۍ روژه د جنګ تر لمبو لاندې نیول کېږي. تمه وه، چې د روژې له پیل وړاندې به د جنګ په درولو هوکړه وشي؛ خو په دې برخه کې هڅې ناکامې شوې او د دیرالبلاح د دې کوچنیانو په څېر په ناوړه بشري حالت کې ښکېل شول.
په کنډواله کې رڼاګانې
د اسرائیلو او د حماس د جګړې له امله له یو میلیون ډېرو کسانو رفح ښار ته پناه وړې ده. ملګرو ملتونو ویلي، چې د ولږې خطر شته او غزه کې د حماس تر ولکې لاندې د روغتیا وزارت ویلي، چې ۲۵ کسانو د سوءتغذیې او اوبو کمښت له امله ژوند بایللی دی، چې ډېر یې ماشومان دي. مذهبي سرچینو ویلي، چې د غزې خلک د بدن د کمزورۍ له امله روژې نیولو ته اړتیا نه لري.
د روژه ماتي مراسم
په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱.۹ میلیارده مسلمان ژوند کوي، چې ډېر یې په هند، پاکستان، اندونیزیا او بنګله دېش کې دي. د ورځې په پای کې کورنۍ، ملګري او ګاونډیان د روژه ماتي له پاره راټولېږي. د هند په ډیلي کې د واټونو پر سر لوی میزونه ایښودل کېږي، څو خلک وشي کولی یو ځای روژه ماته کړي.
د روح مینځل
د اندونیزیا د جاکارتا په تنګرنګ سیمه کې ځايي مېرمنې د روژې له پيلېدو مخکې د یوه دود له مخې ځان مینځي. له روژې مخکې د هغوی له پاره اوبه د روح د پآکوالي په معنا ده. د اندونیزیا ۹۰ سلنه خلک مسلمانان دي او د روژې میاشت د ډیوو په بلولو او د بېلابېلو خوراکونو په خوړلو سره لمانځي.
ترکیه کې د پیسو پړسوب
ترکیه کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي. د رسمي شمېرو له مخې، د فبرورۍ میاشت کې د پیسو پړسوب اویا سلنه و. له همدې امله یو شمېر کورنۍ اندېښمنې دي، چې ښايي د روژه ماتي دودیز خواړه چمتو نه کړای شي.
د ارامۍ وخت
د سینیګال په ډاکال سیمه کې د Massalikul jinaan مسجد د سویلي افریقا له لوریو مسجدونو څخه دی. سږکال روژه په دغه هېواد کې د ځنډول شویو ولسمشریزو ټاکنو سره هممهاله پیل شوې ده. هغه سکون چې په دې مسجد کې دی، د دغه ځای د خلکو له پاره خوشحالوونکی دی.
په ټایمز څلورلارې کې لمونځ کوونکي
د رمضان میاشتې له پیل سره سم د مارچ په لسمه لسګونه مسلمانان د نیویارک په ټایمز څلورلارې کې راټول شول. هغوی یو ځای د تراوېحو لمونځ وکړ.
د روژې میاشت له پاره ځانګړي لباسونه
دا پاکستانی ځوان پېښور کې د لمانځه پر وخت خولۍ پرسروي. د رمضان میاشتې له امله ډېر خلک ښه ګڼي، چې د لمانځه او روژه ماتي پر وخت نوی لباس پر تن کړي. که څوک مالي توانايي ولري، د اختر پر ورځ هم نوي کالي اغوندي.
په المان کې رمضاني سینګارول
د لومړي ځل له پاره د المان په فرانکفورت او کولن کې د روژې میاشتې په مناسبت واټونه ښکلي شول. د دغو ښارونو چارواکو ویلي، چې له دې اقدام یې موخه ټولنیز یووالی او یو ځای ژوند کول دي.