روسیې تیره شپه د اوکراین ۱۱۴ ډرون بریدونه خنثی کړي دي
۱۴۰۳ تیر ۱, جمعهپه مسکو کې د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې د دغه هیواد د هوایي دفاع سیستم د کریمیا او تورې بحیرې دپاسه ۷۰ بې پيلوټه الوتکې کشف او خنثی کړي دي. د دغه وزارت په حواله ۴۳ نور ډرونونه د کراسنودار او یو د ولګوګراد د سیمو په فضاء کې خنثی شوي دي.
د کراسنودار سیمې والي وینیامین کوندراتیو ویلي دي چې په دې پيښه کې یو تن وژل شوی دی. کوندراتیو د انلاین خدماتو په تلګرام شبکه کې ویلي دي چې د یوژني اورګاډي تمځای ته نږدې د مرکز ګرمۍ سیستم یو کارمند پر دې دستګاه د ډرون د لګیدو له کبله وژل شوی دی.
همدارنګه د سیورسکای په سیمه کې د نفتو د تصفیې څو اداري ودانیو ته هم زیان اوښتی دی. تر دوو د ډیرو کلونو راهیسې اوکراین د روسیې له یرغلیزو بریدونو سره مخامخ دی.
روسیه په دوامداره توګه داوکراین د انرژۍ تاسیسات په نښه کوي. د اوکراین د انرژۍ پر زیربناو د روسیې توغندیز او د بې پيلوټه الوتکو بریدونه په پرله پسې ډول په دغه هیواد کې د بریښنا او انرژۍ د قطع کیدو سبب شوی دی.
په دې وروستیو کې د بريښنا د شدید کمښت له کبله کیف دې ته اړ شو چې له اروپایي اتحادیي څخه بريښنا را وارده کړي.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا