روهينګيا مسلمانان څوک دي؟
د ميانمار په رخاين ايالت کي تقريبا يو میليون روهينګيا مسلمانان آباد دي. خو د دغو مسلمانانو ژوند له کړواونو، زور زياتيو، مفليسيو او غمونو ډک دی. روهينګيا مسلمانان په اصل کي څوک دي؟
روهينګيا مسلمانان هيڅ هيواد نه لري
روهينګيايان کوم هيواد نه لري. دوی په اصل کي د ميانمار يا برما په هيواد کي اوسيږي. خو د دغه هيواد د ۱۹۸۲ کال د قانون له مخي روهينګيايان د ميانمار تابعيت نه سي ترلاسه کولای.
شکنجه سوي انسانان
د ميانمار اکثريت اوسېدونکي بودايان دي. پر سخت دريځه بودايانو او د ميانمار پر امنيتي چارواکو تورونه لګول کيږي چي هغوی روهينګيايان شکنجه کوي او حتی د هغوی بنسټيزه بشري حقونه تر پښو لاندي کوي.
نه تګ راتګ نه کار
روهينګيايان نه خو له يو ځای څخه بل ځای ته تللای سي او نه هم د کار کولو اجازه لري. هغوی چي د ميانمار په کومه سيمه کي اوسيږي، ورڅخه غوښتنه سوې چي هغه سيمه خالي کړي. د ميانمار چارواکي وايي چي روهينګيايان په اصل کي په ميانمار کي د اوسېدو حق نه لري.
«بنګالي مهاجر»
روهينګيايان چي سني مسلمانان دي، په يوه داسي ژبه خبري کوي چي د ميانمار بودايان يې د بنګالي ژبي يوه لهجه بولي. همدا وجه ده چي د ميانمار بودايان و روهينګيایانو ته د «بنګله دېشي» مهاجرو په سترګو ګوري. دا د هغه باوجوده چي روهينګيايان د زياتو لسيزو راهيسي په ميانمار کي ژوند کوي.
مشکل سفرونه
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخي په ۲۰۱۲ کال په ميانمار کي د روهينګيايانو پر ضد د مذهبي تاوتريخوالي د رامنځ ته کېدو وروسته تقريبا ۱۲۰ زره روهينګيايان په کښتيو کي د ميانمار د اړونده ايالت پرېښودو ته اړل کړل سوي دي. په دغو کي په زرهاؤ ډوب سوي دي.
ډلييز قبرونه
د ملايزيا او تايلنډ هيوادونو په سرحدي سيمو کي د روهينګيايانو زيات شمېر ډليز قبرونه موندل سوي دي. په دغو وژل سوو کي هغه روهينګيايان هم شامل اټکل سوي چي په ۲۰۱۵ کال په کښتيو کي دغو سيمو ته راغلي ول.
انساني قاچاق
د انسانانو قاچاق کوونکي په پوره توګه د روهينګيايانو له مجبورۍ څخه فايده پورته کوي. روهنګيايان چي په تېښته کي وي نو د خوندي ځای ته د رسولو په تشه وعده خپل هر څه و قاچاق وړونکو ته سپاري.
سرپنا په بنګله دېش کي
په بنګله دېش کي تقريبا ۳ مليونه روهينګيايان ژوند کوي. زياتره دغه روهينګيايان له ميانمار څخه وبنګله دېش ته رامهاجر سوي دي. خو بنګله دېش هم دغو مسلمانانو ته د اقامې اسناد نه ورکوي.
د پناه په تلاښ
زيات شمېر روهينګيايان د کښتيو په مرسته کوښښ کوي چي بنګله دېش ته ځان ورسوي او هلته پناه واخلي، خو زياتره دغه کسان د بنګله دېش له خوا به نيمه لاره بېرته ستنېدو ته مجبوره کړل کيږي.
در په دره
د بنګله دېش په څېر هند، تايلنډ، ملايزيا او چين د روهينګيايانو سره ورته چلن کوي.
د امنيت له پاره ګواښ
په وروستيو وختونو کي د روهينګيايانو پر ضد په ميانمار کي د تاوتریخوالي پيښي بيا زياتي سوي دي. خو امنيتي چارواکي وايي چي د دغو تاوتريخوالو د مخنيوي له پاره هڅه کوي.
د بشري حقونو د سازمانونو غوښتنې
د بشر د حقونو سازمانونو پر ميانمار ږغ کوي چي د روهينګيايانو پر ضد روان تاوتريخوالي مخه ونيسي او هغوی ته دي د ميانمار تابعيت ورکړي.
قانوني مشکل
ميانمار روهينګيايان د دغه هيواد د قومونو څخه یو نه بولي. د ميانمار د ۱۹۸۲ کال د قانون له مخي يوازي هغه قومونه د ميانمار داخلي قومونه بلل کيږي چي له ۱۸۲۳ مخکي لا په ميانمار کي آباد ول.
تنقيد
په ميانمار کي د واکمن ګوند پر مشري او د سولي د نوبل جايزې ګټونکي آنګ سان سوچي په وړاندي زيات وختونه تنقيد کيږي، چي هغه ولي د روهينګيايانو پر ضد د تاوتريخوالي په ترڅ کي خاموشه ده. خو اټکل کيږي چي د ميانمار باقدرته طبقه د روهينګيايانو د ستونزو د هوارۍ غوښتونکې نه ده.