ترکیه کې موجود سوریایي مهاجر د اروپا تلو ته تیاری نیسي
۱۴۰۱ شهریور ۲۰, یکشنبهاعلان
د یوه آنلاین ګروپ نامعلومو چلوونکو دغو کسانو ته لارښوونه کړې ده چې خپل اړین وسایل دې له ځان سره واخلي او دا ډله به د یوه کاروان په شکل کې وي.
کوم انلاین ګروپ چې دغه پروژه وړاندیز کړې ده په هغې کې نږدې ۷۰ زره کسان شامل دي. مخکې تر دې د ترکیې حکومت د سلګونو زره سوریایي مهاجرو بیرته خپل هیواد ته د ستنولو اعلان کړی و.
په ۲۰۲۰ م کال کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اروپا پر لور د مهاجرو د لیږلو ګواښ کړی و، چې تر هغې وروسته په زرګونو پناه غوښتونکي د ترکیې او یونان پولې ته نږدې راټول شوي دي.