سعودي عربستان په یمن کي اوربند اعلان کړ
۱۳۹۹ فروردین ۲۱, پنجشنبهد ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریس دغه خبري نن پنجشنبه(د اپریل ۹ مه) په ژنیو کي وکړې. د سعودي عربستان په رهبرۍ یو اییتلاف په یمن کي د حکومت په پلوۍ او حوثي یاغیانو پرضد جنګیږي. د ياغيانو ملاتړ ايران کوي.
ګوتریس د یمن د حکومت او حوثي یاغیانو څخه هم وغوښتل، چي اوربند اعلان کړي. عمومي منشي زیاته کړه، چي سعودي عربستان دغه اوربند د مختلفو هیوادو د نظامي ائیتلاف په استازيتوب اعلان کړی دی.
د ملګرو ملتو په حواله به دغه اوربند دوې اوونئ دوام وکړي. ګوتریس تر دې دمخه د ټولو هغو هیوادونو څخه چي له شخړو سره مخامخ او جنګونه پکښي روان دي، غوښتي وه، چي د کرونا اپیډمي ته په کتو سره اوربند وکړي.
د نړیوال روغتیايی سازمان د ارقامو پراساس په یمن کي تراوسه پوري د کرونا یوه پيښه هم نده ثبت سوې. خو د کارپوهانو په نظر که په دغه جنګ ځپلي هیواد کي یوواري کرونا ویروس شیوع پیدا کړي، نو ډیر خراب عواقب به ولري.