1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپيس ایکس د بین المللي فضایي اډې پر لور حرکت وکړ

۱۳۹۹ خرداد ۱۱, یکشنبه

په امریکا کې د فضایي څیړنو ادارې ناسا د لومړي ځل له پاره خپل دوه تنه ستور مزلي د یوې شخصي کمپنۍ په راکیټ یا توغندي کې د نړیوال فضايي سټیشن پر لور استولي دي.

https://p.dw.com/p/3d3lG
USA SpaceX Rakete mit zwei US-Astronauten von Cape Canaveral zur ISS gestartet
انځور: AFP/NASA/B. Ingalls

د امریکا د حکومت په حواله په دې سره به د فضایي پروازونو په لګښت کې کمښت رامنځته شي او امریکا به خپل وسایل او پاملرنه سپوږمۍ او مریخ ته د رسیدو پر برخې متمرکزه کړي. له همدې امله امریکا د سپيس ایکس او بوئنګ کمپنیو ته پر فضایي پروازونو د کار کولو قرارداد ورکړی دی.

د ناسا په حواله که دغه لومړۍ تجربه بریالۍ شوه نو له دې کمپنۍ سره به پر لا زیاتو ګډو پروازونو کار پیل کړي. د ناسا او سپيس ایکس ترمنځ د څه باندې ۲،۵ میلیارده ډالرو په ارزښت تړون په اساس به دغه کمپنۍ په ۶ پروازونو کې ستورمزلي بین المللي فضایي اډې ته انتقال کړي.

امریکا په ۲۰۱۱م کال کې خپل د فضايي توغندیو پروګرام بند کړی وو. له هغه وخت راهیسې امریکایي ستورمزلي د روسي توغندیو له فضایي پروازونو څخه استفاده کوي. په نهو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د امریکا له خاورې څخه انسانان فضاء ته استول کیږي.

پر دغه تاریخي سفر تلونکي ستورمزلي ډاګ برلي او باب بینکن د فضانوردۍ په برخه کې ډیره تجربه لري. ټاکل شوې وه چې دغه پرواز د می میاشتې په ۲۷ نیټه ترسره شي، خو د خرابې هوا له امله وځنډول شو.

د شنبې په ورځ دغه دواړه ستورمزلي د «فیلکن نائن» پر توغندي نصب شوي کپسول «ډریګن» کې سپاره شول. دوی د فلوریډا ایالت په ساحل کې د کاناډا فضايي مرکز څخه د سیمه ایز وخت مطابق د ماسپښین په ۳ بخو او ۲۲ دقیقو پرواز وکړ.

شاوخوا دوه نیمې دقیقې وروسته د توغندي لاندينۍ برخه جلا او په سمندر کې موجودې بیړۍ کې کښيناستله. تر دې شپږ دقیقې وروسته دواړه ستورمزلي په حفاظت سره د ځمکې مدار ته ورسیدل.

دغه فضایي پرواز په ټوله نړۍ کې په سلګونو زرو کسانو په مسقیم ډول د تلویزونونو پر پردو او ټولنیزو رسنیو ولید. ولسمشر ترمپ او مایک پنس هم د دې پرواز د نندارې له پاره فلوریډا ته تللي وو.

ترمپ په دې مناسبت وویل: «مخکنیو ولسمشرانو خپل ستورمزلي فضایي مدار ته د رسیدلو له پاره د بهرنیو قدرتونو مهربانۍ ته سپارل. نن مونږ یو وار بیا په افتخار سره خپل ستورمزلي په امریکایي راکټونو کې استوو، کوم چې د نړۍ تر ټولو بهتره او له امریکایي خاورې څخه پرواز کوي.»

تمه کیږي چې ډاګ برلي او باب بنکن به نن د یکشنبې په ورځ (د می میاشتې په ۳۱ نیټه) نړیوال فضایي ستیشن ته ورسیږي. تر اوسه لا دا معلومه نه ده چې امریکایي ستورمزلي به څومره وخت په نړیواله فضایي اډه کې پاتې کیږي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص