سږ کال څومره مهاجر اروپا ته راسیدلي دي؟
سږ کال شا او خوا ۲۶ زره مهاجر اروپا ته رسیدلي دي او د سیاسي پناه د تر لاسه کولو په موخه د دغه سفر په ترڅ کې د مړیني او ورکیدو لړۍ هم روانه ده. نور معلومات د انځورونو په ګالرۍ کې لیدلی شئ:
د سمندر له لارې یونان ته زیات خلک رسیږي
سږ کال د سیاسي پناه تر لاسه کولو په موخه ۲۵۶۶۰ مهاجر اروپا ته له مختلفو سمندري لارو رسیدلي دي. د مهاجرو تر ټولو زیات راتګ په یونان کې ثبت شوی دی. دغلته د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د می میاشتې تر نیمایي پورې ۹۷۵۰ مهاجر رسیدلي دي. په دغه موده کې د روم سمندرګي له لارې ایټاليا ته د رسیدونکو مهاجر شمیر ۹۷۳۸ دی. هسپانيا ته بیا ۷۴۸۰ مهاجر رسیدلي دي.
د لارو په اوږدو کې مړینه او لادرکه کیدل
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمیشنرۍ (یو ان اچ سي آر) د اټکلونو له مخې په روان میلادي کال کې اروپا ته د رسیدو په موخه د لارو په اوږدو کې د مړو شوو او لادرکه شوو کسانو شمیر ۶۰۹ تنو ته رسیږي. په ۲۰۱۷م کال کې دغه شمیر ۳۱۳۹، په ۲۰۱۶م کال کې ۵۰۹۶ او په ۲۰۱۵م کال کې ۳۷۷۱ او په ۲۰۱۴م کال کې بیا ۳۵۳۸ کسان مړه شوي یا لادرکه شوي دي.
سوریایان اوس هم په لومړي کتار کې ځای لري
د روان میلادي کال په لومړیو میاشتو کې اروپا ته د رارسیدلو مهاجرو په ډله کې ۴۱۵۱ سوریایان، ۲۱۸۵ عراقیان، ۱۹۱۰ تونسیان دي. همداشان پر نورو هیوادونو سربیره له اریتریا څخه ۱۸۱۰ مهاجر او له ګانا څخه ۱۲۱۴ مهاجر اروپا ته رسیدلي دي. د سوريې وګړي اوس هم اروپا ته د رسیدونکي کسانو د نوملړ په سر کې ځای لري.
زیاتره مهاجر نارینه دي
له جنوري میاشتي د اپریل تر نیمایي پورې اروپا ته د ټولو رسیدلو کسانو ۵۹،۶ سلنه نارینه، ۱۵،۷ سلنه ښځې او ۲۴،۷ سلنه ماشومان دي.
زياته پناه غوښتنه په آلمان کې شوې ده
د ۲۰۱۸م کال په لومړیو څلورو میاشتو کې تر ټولو زیات د سیاسي پناه غوښتنه په المان کې شوې ده. ۶۳۹۷۲ کسانو د پناه غوښتنه کړې ده چې ۵۶۱۲۷ یې د لومړي ځل له پاره د پناه عریضه وړاندې کړي او په دغه ډله کې ۷۸۴۵ کسانو بیا پر خپلو دوسیو د بیا غوښتنې له پاره عریضې وړاندې کړې دي.
د پناه غوښتنې عریضې ادامه لري
د سیاسي پناه غوښتنې له پاره پر آلمان سربیره د مهاجرو د خوښې وړ هیوادونو کې فرانسه، ایټالیا، یونان، اتریش او هالنډ هیوادونه شامل دي.