1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شي جين پينګ بيا ولسمشر وټاکل شو

۱۴۰۱ اسفند ۱۹, جمعه

د چين ولسي کنګرې د دريمې دورې له پاره شي جین پینګ د چین د ولسمشر په توګه تایید کړ. نږدې پنځه کاله مخکې «شي» د واکمن ګوند په مقرراتو کې د ولسمشرۍ دورې محدودیت لېري کړ او ځانته یې د واکمنېدو لاره هواره کړه.

https://p.dw.com/p/4OWPk
د چين ولسمشر شي جين پينګ
د چين ولسمشر شي جين پينګانځور: Noel Celis/AFP/Getty Images

د چین ولسي کانګرې د چین د کمونيست ګوند مشر او عمومي منشي شي جین پینګ د دریم ځل له پاره د ولسمشر په توګه تایید کړ. لکه څنګه چې تمه کېده، د بېجینګ په ولسي لوی تالار کې د دوی په روانې کلنۍ غونډه کې نږدې درې زره غوره شوي استازو د هغه د پنځه نورو کلونو غځولو مودې له پاره رایه وکارول. شي، په ۲۰۱۸ کال کې پخپله د دې له پاره لاره هواره کړه او د دوې دورې ولسمشریزې مودې محدودیت یې لېرې کړ.

په دې اړه اړوند مطلب: چين د «نړۍ د امنیت» خپل نوښت خپور کړ

د چين ٦٩ کلن رهبر د تير کال په اکتوبر مياشت کې د ګوندي کنفرانس په ترڅ کې د عمر هغه محدودیتونه چې په پخوانيو دورو کې مراعات کېدل، لغوه کړل او د ګوند د اصولو په بدلولو سره يې دایمي مشري پر غاړه واخيسته.د هغه ځانګړې رهبري د چین د کمونيست حکومت بنسټ ایښودونکي «مائوتسه تونګ» د دورې یادونه کوي چې البته په دې هېواد کې د ګډوډي رامنځته کولو پایله لرله. «شي» د پوځي کمېسیون د مشر په توګه هم تایید شو، په دې توګه د چین د «خلکو ازادي پلوه پوځ»مشر په توګه پاته کېږي.

په دې اړه اړوند مطلب:د چین لوی ډیپلوماټ د امریکا سره د خبرو اترو غوښتنه کړې

د حزب کلنۍ ناسته چې تر راتلونکې دوشنبې ورځې پورې به دوام وکړي، دا به په ۱۰کلونو کې د حکومت تر ټولو لوی بدلون وي، په ځانګړې توګه د شي جین پینګ نږدې کسانو ته به لوړ دولتي پوستونه ورکړي. ټاکل شوې چې د ګوند پخوانی مشر لي کیانګ د شنبې په ورځ (د مارچ ۱۱) د نوي صدراعظم په توګه اعلان شي. دغه ۶۳ کلن د «لي که کیانګ» ځای ناستی کېږي چې د شي جین پینګ په اردو کې نه و او له دوې دورې وروسته استعفا کوي.

کرونا او زیانونه یې غلي پاتې شول

هغه څه چې په دې غونډه کې له پامه وغورځول شول د کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې د شي جين پينګ سیاست وو. هغه هم د کرونا له کلکو محدودیتونو او اوږدې مودې راوروسته د ګوند په لومړۍ لویه غونډه کې له عمومي اعتراضونو سره مخ شو.چین نيږدې درې کاله د د ډېرو ازموینو، د نه زغملو قرنطین مقررات او د سفر له محدودیتونو سره د ټولنیز او اقتصادي ژوند د جدي پایلو خورا سخته پالیسي تعقیب کړه.

په نومبر میاشت کې په چین تر ټولو لوی عامه لاریونونه ترسره شول چې اند د «شي» د استعفا غوښتنه هم پکې کېدله. دغه لاريونونه چې په تيرو لسيزو کې په ساري ول، حکومت يې په چټکۍ سره دې ته اړ کړ چې د کرونا بندیزونه ليري کړي. له دې سختو بندیزونو سره سره په دغه هيواد کې په میلیونونو خلک په دې ناروغۍ اخته او زرګونه مړه شوي دي. چینايي چارواکو تر اوسه د تلفاتو دقیق شمېر نه دی په ډاګه کړی.