طالبان: د چهارشنبې ورځې چاودونو کې ۱۶ کسان وژل شوي دي
۱۴۰۱ خرداد ۵, پنجشنبهپه کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند، خالد ځدران، ويلي دي چې د کابل ښار د «حضرت ذکريا» مسجد باندې شوې حمله کې ۶ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.
یو ايمرجنسي روغتون چې په يوه غیردولتي ايټالوي سازمان پورې اړه لري، ويلي دي چې ۲۲ ټپیان وروړل شوي دي چې له ډلې ېې پنځو تنو روغتون ته پر لاره ساه ورکړې ده.
په مزارشریف کې هم د ملکيانو موټرونه په نخښه شوي دي. په دغه ښار کې طالب چارواکو ويلي دي چې بمونه په درو ميني بسونو کې ځای پر ځای شوي ول.
د بلخ د عامې روغتیا رئيس نجیب الله توانا، د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې په دغو چاودنو کې ۱۰ کسان وژل شوي دي چې درې پکښې ښځې دي.
په مزارشريف ښار کې د دغو چاودنو مسئوليت داعش ډلې منلی، خو د کابل چاودنې مسئوليت تر اوسه کومې چا یا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، په یوه ټويټري پیغام کې په مزارشريف او کابل ښار کې پرونۍ چاودنې غندلي او د قربانیانو کورنیو ته ېې تسلیت ویلی دی.
په وروستیو میاشتو کې هم پر مسجدونو، مذهبي اقلیتونو او ښوونځيو باندې حملو کې تر ۱۰۰ ډير کسان وژل شوي ول چې د اکثرو حملو مسئولیت ېې داعش ډلې منلی دی.