طالبان: د کانونو د څارنې لپاره دیني عالمان ګمارو
۱۴۰۲ مهر ۶, پنجشنبهد طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت ویلي چې لس تنه «دیني عالمان، حافظان، وړ او ژمن کسان» چې د فراغت سندونه ولري، د افغانستان د کانونو د څار لپاره ګوماري.
دغه وزارت دا جزئیات نه دي شریک کړي چې د دغه ډول مسلکي کار لپاره ولې دیني عالمان ګماري ،خو دا یې ویلي چې دغو دیني عالمانو ته به د میاشتې ۱۵زره افغانۍ معاش ورکوي.
طالبانو په ډیرو ادارو کې د مسلکي کسانو پر ځای خپل کسان او ملایان ګومارلي دي.
پر دې سربیره د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت ویلي دي چې د دوه کانونو ۴۰۰ ټنه جست او سرب يا ليډ یې خرڅلاو ته وړاندې کړي دي .
د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت په یوه خبر پانه کې راغلي چې په کندهار کې د بي بي ګوهر کان ۲۰۰ ټنه او د افغانستان په لویدیځ کې د خواجه زيدان لومړي بلاک ۲۰۰ ټنه سرب او جست دواطلبۍ ته وړاندې کوي. دغه وزرات له داوطلبانو غوښتي چې د نیلام په ورځ دې پنځه میلیونه افغانۍ له ځان سره ولري.
طالبانو د خپل حکومت په دې وروستيو دوو کلونو کې د معادنو پر استخراج کړی دی چې ظاهراً موخه یې د بودجې تامين دی.
د طالبانو حکومت څه موده وړاندې په داسې حال کې د افغانستان د ۷ لویو کانونو کیندنه له بیلابیلو افغانیو او بهرنیو شرکتونوسره لاسلیک کړل چې هیڅ هیواد دغه ډله په رسمیت نه ده پیژندلې.