طالبان وايي د داعش مرستیال ورسره یوځای شوی
۱۳۹۶ آذر ۱۰, جمعهدغه ادعا تر اوسه پوري کومې خپلواکې سرچینې تائید کړې نه ده. که تائید شي، نو د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ په اړیکو کې به یو ستر بدلون وي. داعش او طالبان یو له بل سره شدید رقابتونه لري او همدا تیره اونۍ یې د افغانستان په ختيځ کې خونړۍ جګړې کړي دي.
د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي د پنجشنبې په ماښام ناوخته رسنیو ته په یوه لیږل شوي بریښنالیک کې لیکلي چې په افغانستان کې د داعش ډلې مرستیال عبدالرزاق مهدي «بلاخره په دې وپوهید چې د دوی [داعش] فعالیتونه د اسلام او مسلمانانو پر ضد دي.»
احمدي همدا راز ویلي دي چې مهدي په افغانستان کې د «اسلامي دولت» (داعش) او په عراق کي د داعش ډلې ترمنځ د اړیکو مسئول هم وو. د نوموړي په وینا مهدي د داعش ډلې پر نورو غړو هم ږغ کړی چې «د مسلمانانو د اتفاق له پاره» له طالبانو سره یوځای شي.
د طالبانو او داعش ډلې ګډه جبهه به په داسې حال کې چې طالبان د افغانستان ۱۳ سلنه خاوره په خپل کنټرول یا تر خپل اغیز لاندي لري او د شاوخوا ۳۰ سلنه نوري خاوري د کنترول له پاره هڅي کوي، دې هیواد ته ستر تهدید رامنځ ته کړي.
DPAE/K.H