طالبان: د پاکستان له زندانونو ۱۶ افغانان آزاد شوي
۱۴۰۳ دی ۲۷, پنجشنبهد طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت ويلي چې دغه ۱۶ افغانان د پاکستان له زندانونو تر آزادېدو وروسته د تورخم بندر له لارې د مرغومي په ۲۶مه افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي.
وزارت زیاته کړې چې دغه افغانان په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسنادو د نه لرلو په دلیل د دغه هېواد په مختلفو علاقو کې نيول شوي ول.
ورته نور ولولئ: پاکستان د افغان سندرغاړو او موزیک غږوونکو اخراجونه ځنډولي
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کيږي، نژدې لس ورځې مخکې ويلي وو چې پاکستاني پولیسو شاوخوا ۸۰۰ افغانان نیولي دي. سفارت اندېښنه ښوولې وه چې په نيول شوو افغانانو کې داسېافراد چې معتبر اسناد هم لري، هم شامل دي.
د دغه وزارت د معلوماتو پر اساس، بېرته ستنو شوو افغانانو د ۲ تر ۶ ورځو پورې د پاکستاني پولیسو په بند کې تېرې کړي دي.
د طالبانو د کډوالو وزارت شاوخوا دوې اوونۍ مخکې هم خبر ورکړی وو چې ۵۴ افغانان د پاکستان له زندانونو تر آزادېدو وروسته بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
په اسلام آباد کې د افغان مهاجرو د نیولو نوې لړۍ وروسته له هغې پیل شوه چې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان په ملاتړ تر شوو اعتراضونو وروسته، پاکستاني چارواکو ادعا وکړه چې د دغه هېواد په ناامنیو کې افغانان لاس لري.
ورته نور ولولئ: په پاکستان کې د افغان مهاجرو د وضعیت په هکله د آلمان اندېښنه
پاکستان ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو مشران او د هغوی جنګیالي په افغانستان کې حضور لري او له هغه ځایه په پاکستان کې خپلې حملې تنظیموي، په همدې دلیل ېې په وروستیو کې د افغانستان په پکتیکا ولایت کې هوايي حملې وکړې.
پاکستاني چارواکو ويلي چې په دغو حملو کې ېې د پاکستاني طالبانو پټنځایونه په نخښه کړي. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت وویل چې په دغو حملو کې ملکیان او وزیرستاني مهاجر وژل شوي دي.
په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان مهاجر وايي چې د پاکستان حکومت د فشارونو له کبله، ورځنی ژوند ورته سخت شوی دی.
له آرشیف څخه: