طبیعت د کارپوهانو د نوښتونو له پاره یو مثال
انسانانو تل د ستونزو د حلولو له پاره له خپل چاپیریال او حیواناتو څخه الهام اخیستی دی. خو ډیر وخت نه کیږي چي کارپوهان بیا په طبیعت کي له سیستمونو څخه د فني مسایلو د حل له پاره کار اخلي. انځورونو.
میلیونونه کلونه کیږي چي په اصطلاح «دسمندر ناوې» د سمندرونو او اوقیانوسونو په تل کی پیدا کیږي. هغه په اوبو کي لامبي او له خپلي شا څخه د اوبو په راایستلو سره مخ پر وړاندي حرکت کوي. د هغې سرعت په ساعت کي لس کیلومتره دی.
د (Festo) په نامه آلماني شرکت د بیونیک تحقیقاتي مرکز، د طبیعي مثالونو پر اساس د روبوت په جوړولو کي ډیري برياوي لرلې. له هغې ډلې څخه د سمندري ناوي د روبوت جوړول دي چي په اوبو او هوا کي د دغه ژوی مطابق حرکت کوي. په نژدې راتلونکې کي به له دغي تکنالوژۍ څخه په گټه اخیستني د نورو ظریفو سمندري ژوو طرحي هم جوړي سي.
دغه غڼې چي د صحرا تر ریگو لاندي ژوند کوي، په سونو کلونو خلکو نه پیژندل. تر هغو چي آلماني پرفسور اینگو رشنبرگ (Ingo Rechenberg) د دغي حشرې د حرکت ډول کشف او هغه ته یې د دوه عرابه یې غڼې نوم ورکړ. هر وخت چي دغه حشره د خطر احساس وکړي نو څرخي او په ډیر سرعت سره تښتي.
پروفسور رشنبرگ دغه «دوه عرابه یې غڼې» ځانته یو مثال وگرځاوه او د هغې له مخي یې یو گرځنده څرخ جوړ کړ. د دغه ډول یوه څرخ څخه کیدای سي په فضا کي د اکتشافي سفرونو پر وخت گټه واخیستل سي.
د دغه غټ نهنگ پوست ډیر زیږ دی چي مهمه دنده اجرا کوي. دا د حیرانتیا ځای نه دی چي دغه ماهر ښکاریان د لږ انرژۍ په مصروفولو او ډیر سرعت سره تر اوبو لاندي په حرکت کي وي.
څه د پاسه لس کاله کیږي چي د لامبو د کالیو په تولید کي د دغو نهنگانو له پوستکو څخه گټه اخیستل کیږي. له دغو ورزشي کالیو څخه د اول وار له پاره د ۲۰۰۰ م کال د المپیک په لوبو کي کار واخیستل سو. جالبه خبره لا داوه چي د دغو مسابقو ټولو گټونکو د لامبو وهلو دغه ډول کالي اغوستي ول.
په جرأت سره لئونارد داوینچی ته د "بیونیک" پلار ویلای سو. دا ځکه چي د الوتونکو پروازونه، د هغه د الوتکو د جوړولو په طرح کي الهام بخښونکي وه. د "بیونیک" اصطلاح د اول وار له پاره په ۱۹۶۰م کال کي د امریکايي جک ای.استیل (Jack E. Steele) له خوا په یوه نړیوال کنفرانس کي وکارول سوه، چي معنی یې د فني مسایلو په حل کي له ژوندیو سیستمونو څخه گټه اخیستنه وه.
عقاب د کارپوهانو له پاره د کوچنیو کم مصرفو الوتکو په جوړولو کي الهام بخښونکی وو. دا ځکه چي عقاب خپل وزرونه په دې ډول پرانیزي چي پرته له ډیري انرژۍ څخه په هوا کي حرکت کوي. د حرکت پر وخت د وزرونو پورته کښته کول په هوا کي د الوتلو پر قوت، مثبته اغیزه لري.
د فیل خرطوم د دغه حیوان په ژوند کي اساسي نقش لري. دا ځکه چي د فیل د لمسولو حس د هغه په خرطوم کي دی. پر دې سربيره فیل له خپل خرطوم څخه، خولې ته د ډوډۍ او اوبو رسولو کار اخلي.
د فیل له خرطوم څخه د دغه روبوت په جوړولو کي الهام اخیستل سوی.
د «زیری وړلو» گل تخمونه داسي ریښې لري چي د هوا د فشار پر وړاندي یې مقاومت زیاتوي. له همدې کبله د هغه گلان په هوا کي معلق پاتیږي او کرار کرار پر مځکه کښیني.
سړی کولای سي د پراشوټ په مرسته له ۱۰۰۰ تر ۴۵۰۰ متره ارتفاع پوري والوزي. د هغه سرعت تر هغه وخته چي سقوط ونکړي په ساعت کي تر ۲۰۰ کیلومتره پوري رسیږي. خو تر پراشوټ پرانیستلو وروسته یې سرعت په دقیقه کي پنځو مترو ته راکښته کیږي. یعنی دا چي د «زیري د گل» په ډول یې پرانیستی چتر په هوا کي معلق پاتیږي.
که څه هم چي د غڼې تارونه د انسان تر وریښتانو نازک دي، خو د هغو مقاومت تر اوسپنې هم څو برابره زیات دی. دغه تارونه دومره کلک دی چي که سړی له هغو څخه یو جال جوړ کړي نو د یوې الوتکې د حرکت مخه هم نیولای سي.
د غڼې تارونه د هغو د مقاومت، سپکوالي او په عین وخت نرموالي له امله په طبابت کي ډیر کارول کیږي. د مثال په ډول د جراحۍ تارونو او یا هم کلکو او مستحکمو ټوټو له پاره ترې گټه اخیستل کیږي. که څه هم په اول سر کي «بیونیک» زیاتره وخت د هغو ماشینانو بررسي کوله چي د ژوندي سیستمونو پراساس طرح سوي وه خو اوس هغه د لانورو پیچلو فني مسایلو د کارولو په یوه هنر اوښتی دی.