غر ښوېدنه د سويس يو کلی ګواښي
د الپ غرونو په لمنه کې پروت د برينز کلی تر ډبرو لاندې کیدو له ګواښ سره مخامخ دی. د کلي د اوسيدونکو له پاره هم اوس وضعيت خطرناک شوی دی. دوی ته له کورونو څخه د وتلو لارښوونه شوې ده. دلته یې انځورونه ليدلای شئ:
له خطر سره مخامخ ښکلی کلی
خطر ډېر واضح ليدل کيږي: د دې ښکلي کلي شاته پروت د غره تیږې وار په وار را ښوېږي. په راتلونکو دوو اونيو کې د دوه مکعب متره غره د ډبرو د راښوېدو ګواښ موجود دی. د غر ښوېدنې سرعت د تېرو څو اوونيو په پرتله چټک شوی او کيدای شي برينز ډېر ژر ترې لاندې ښخ شي.
د ناوړه پېښې د رامنځ ته کیدو احتمال
ځای پر ځای د سيمې د اوسيدونکو د خبرداري له پاره دا ډول لوحې لګول شوي دي څو سيمې ته داخل نه شي. د برينز کلي د پاسه د غره په لمن کې بې شمير سترې تیږې پرته دي چې وخت په وخت د ډبرو سره يوځای راښويږي. دا کوچنی کلی د سانت موريڅ ښار څخه کابو ۵۰ کيلومتره لیرې پروت دی.
په احتياط سره څارنه
د ښوېدو له خطر سره د مخامخ ځوړ په اړه په پرله پسې ډول د معلوماتو ورکولو په موخه د څار څلور سیسټمونه نصب شوي دي. که چېرې ښويدنه د اټکل شوي سرعت څخه چټکه شي نو د کليوالو د خبرداري له پاره به د خطر زنګ وغږول شي چې هغوی بيا بايد په څو دقيقو کې له کلي وتښتي.
خوندي ساحو ته انتقال
خطر ته په کتو د الپ د دې کلي ۸۵ تنه اوسيدونکي خپل توکي او پخپله هم خوندي ځايونو ته انتقاليږي. د سويس د ختیځ چارواکو د جمعې له ماښام څخه د سيمې د تخليه کولو لارښوونه کړې ده.
مخ پر زیاتیدونکی خطر
د غر ښوېدنې د خطر له کبله ښاروالۍ د کلي سړک تړلی دی. د زوريخ د اي ټي ايچ پوهنتون د جيولوژي انجینرۍ پروفيسور سيمون لوو، وایي چې د موسم په اړه تر وړاندوينې وروسته کارپوهانو د تخلیې پريکړه وکړه. تر يکشنبې ورځې پورې هره ورځ د اورښت اټکل شوی دی.
بد خبر
د کلي اوسيدونکو ته د سه شنبې په ورځ د تخلیې خبر ورکړل شو. د دې ډېر امکان نه شته چې ډبرې په رښتيا کلي ته ورسيږي. خو ليوو وايي: «په ډېر استثنايي قضيه کې ښايي د غره يوه برخه په ساعت کې د ۱۰۰ او ۲۰۰ کیلومترو په سرعت سره له ځوړه را وښوېږي او يوازې په ديرشو ثانيو کې کلی ويجاړ کړي.»
متحرک غرونه
د برينز کلي اوسيدونکي له ډېرې مودې راهېسې پوهیدل چې ښايي تخليه شي ځکه دا سيمه له پيړيو راهېسې په حرکت کې ده. له تېرو شلو کلونو راهېسې د غره ډبرې او کاړ او کلی پخپله په کال کې تقريباً يو متر د درې پر لور ښويږي.
د تل له پاره مخه ښه؟
د سيمې اوسیدونکې انا بيرګامين چې د ژوند له خپل ملګري سره په کلي کې قدم وهي، وايي چې ما غوښتل يو ځل بيا دلته راشم او د خپل ماشومتوب له دې ځای سره مخه ښه وکړم. هغې د سويس د کيسټون - اس ډي ای خبري آژانس سره په خبرو کې په داسې حال کې چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې، وويل چې خداي په اماني کول ورته ډېر سخت وو.
بيرته راستنېدل به امکان ولري؟
د کلي اوسيدونکو ته ويل شوي چي هغوی به څو اونۍ او يا مياشتې د بيرته راستنېدو اجازه ونه لري. يیوازې په هغه صورت کې چې ځمک پيژوندونکي د وضعيت د ښه کيدو خبره وکړي، خلک به وکولای شي بيرته راستانه شي. دا خبره د ښاروالۍ يوه چارواکي کرستيان کارتمن کيستون خبري آژانس ته کړې ده.