غور: د سلابونو له امله پنځه ښځي او دوه نارینه مړه شوې
۱۴۰۲ خرداد ۲, سهشنبهد غور ولایت اوسیدونکی احمد خان وویل، په وژل شويو کې څلور ښځې او يو ماشوم د يوې کورنۍ غړي او یو بل نارینه او یو ښځه د بلې کورنۍ غړي دي.
ویل کیږې یاد سیلابونو د چغچران ښار په سوېل لوېديځ کې د مدرسې په کلي کي او همدا شان د غور پسابند ولسوالۍ د کاکړي په کلي ډیر زیانونه اړولي دي.
بله خوا د طالبانو د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس د پیښي پخلی کوي په خبره یې: تر دمګړۍ په دو سیمو کي ۷ کسان مړه شوې یوه میرمن لادرکه ده او دوه ماشومان تپیان شوې دي.
حماس دویچه ویله ته وویل: «د یادو سیلابونو له امله د ځاني تلفاتو ترڅنګ خلګو ته پراخ مالي زیانونه هم اوښتي دي.»
ویل کیږي د دې احتمال هم شته چې په پېښه کې د مړو شوو کسانو شمیر تر دې زیات شې.
د یادونې وړ ده چې غور د افغانستان له غرنیو ولایتونو څخه دی چې د اوروښتونو کچه پکې ډیره او هر کال د سیلابونو راتلو له امله خلګو ته د ځاني تلفاتو ترڅنګ پراخ مالي زیانونه اوړي.