فرانسوي پولیس د خلکو د ژغورنې له پاره ځان قرباني کړ
۱۳۹۷ فروردین ۴, شنبهیوه ورځ وروسته تر هغې چې یوه برید ګر د فرانسې په سویل کې په یوه سوپر مارکيټ کې خلک یرغمل نيولي ول او یو پولیس د برمته شویو کسانو د خلاصون په بدل کې ځان په خپله خوښه برید کونکي ته سپارلی وو، نن د شنبې په ورځ مړ شو.
دا خبر د شنبه په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د مارچ میاشتې په ۲۴ مه نېټه) د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر ګیرارد کولومب، په خپل تویتر کې ورکړی دی.
له دغه قرباني شوي پولیس څخه د هیواد د زړه ور اتل په توګه ستاینه شوې چې د خپل هیواد له پاره له خپل سر څخه تیر شو. برید ګر د جمعې په ورځ دغه پولیس په ډزو وویشت او ډیر سخت یې ټپي کړ. دغه یرغمل نیونکی مخکی تر دې هم د موټرو په غلا او نورو جرمونو تورن وو.
د فرانسې په کوچني ښار تریبیس کې د یرغمل نیولو په دې پيښه کې درې تنه وژل شوي دي. وروسته تر دې چې برید کونکي پر هغه پولیس ډزې وکړې چې د عام خلکو د خلاصون له پاره یې ځان یرغمل نیونکي ته سپارلی وو، د فرانسې د ترهګرۍ ضد ځانګړو پولیسو پر سوپر مارکیټ هجوم ور وړ او برید کونکی یې وواژه.
د فرانسوي چارواکو د لومړنیو معلوماتو په حواله برید کونکی یو ۲۵ کلن مراکش الاصله فرانسوی وو چې ځان یې د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې پورې منسوب کړی وو.