طالبانو په فراه کې د پولیسو یو چارواکی په کمین کې وژلی
۱۳۹۶ دی ۱۲, سهشنبهد فراه ولایت د پولیسو ویاند اقبال بهیر، ویلي دي چې په پشت رود وسلوالۍ کې رامنځ ته شوې دې پیښه کې دوه نور پولیس ټپیان شوي هم دي. هغه زیاته کړې ده چې طالبانو د پولیسو پر دغه چارواکي باندي د دوشنبې په ماښام ناوخته برید کړی.
د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد، د دغې پیښې پر غاړه اخیستې ده.
په یوه بله پیښه کې د دوشنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ د نښتو په پایله کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي. دغه پیښه د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي تائید کړې ده.
د خوږیاڼي په خبره د داعش ډلي پر ضد عملیاتو کې له هوایي او ځمکني ځواک څخه کار اخیستل شوی دی چې په پایله کې یې د دې ولایت په هسکه مینه ولسوالۍ کې د داعش په لسونو جنګیالي وژل شوي دي.
له بلي خوا د ځايي روغتون ویاند امان الله میاخیل، روښانه کړې ده چې د ټپي شويو کسانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.