«فضل الله وحيدي په خيبر پښتونخوا کي آزاد سوی دئ»
۱۳۹۴ اسفند ۷, جمعهپه پيښور کي د افغانستان کونسلگرۍ رسنيو ته ويلي دي چي د کونړ او هرات پخوانی والي فضل الله وحيدي چي درې اونۍ دمخه په اسلام آباد کي نامعلومو وسله والو تښتولو وو، د پنجشنبې په ماښام دوی ته سپارل سوی دئ.
کونسلگرۍ ويلي دي چي وحيدي د پاکستان امنيتي ځواکونو دوی ته سپارلی دئ.
پاکستاني چارواکو ويلي دي چي د افغانستان پخوانی والي وحيدي، په خيبر پښتونخوا کي آزاد سوی دئ. خو دا نه دي ويل سوي چي چا تښتولی وو او څرنگه بيرته آزاد سو.
د کونړ او هرات ولايتونو پخوانی والي سيد فضل الله وحيدي د روان کال د فيبرورۍ مياشتي پر ۱۲ نېټه د اسلام آباد په يوه امنيتي سيمه کي نامعلومو کسانو تښتولی وو.
د وحيدي تر تښتولو وروسته د هغه لمسي په پاکستان کي پوليسو ته ويلي ول چي نېکه ئې بريتانيا ته د وېزې تر لاسه کولو له پاره راغلی وو.
د دغي تښتوني مسئوليت يوې ډلي هم نه وو منلي او د پاکستان امنيتي چارواکو ويلي ول چي په اړه هيڅ معلومات نه لري، خو د هغه د موندلو له پاره ئې هڅي پيل کړي دي.