«لمړني افرطیان عیسویان وه»
۱۳۹۸ مهر ۱۵, دوشنبهپروتستانتي دیني عالم، کریستوف اوربان، چي د خپلي ډاکترۍ کار یې تازه پای ته رسولی دی، نن دوشنبه (د اکتوبر اوومه) په بون کي د کاتولیکي خبري آژانس(KNA ) سره په مرکه کي وویل، چي پردې سربیره عیسوي افراطیت له اسلامي افراطیت څخه تفاوت لري.
د اوربان په خبره د عیسوي افراطیانو له پاره، چي اصلاً د امريکا متحده ايالاتو څخه نشأت کوي، د سقط جنین او پورنوگرافي یا لوڅو عکسونو ممانعت، د وسلو د انتقال او درلودلو اجازه، توسعه جویانه خارجي سیاست او فامیلي ارزښتونه مهم دي.
خو بیا یې په خبره اسلامي افراطیت تر ډیره حده پوري انقلابي خصلت لري: هغوی د جامعې د کامل تغیرولو او اسلامي مقرراتو یا شریعت د پیاده کولو کوښښ کوي.
د شلمي پیړۍ په سر کي پروتستانتانو د امريکا په متحده ايالاتو کي د «افراطیت» اصطلاح هغه وخت وکاروله، کله چي ځيني عیسوي گروپونه په دې باندي معتقده سول، چي د تکاملي تیورۍ او انجیل د احکامو تر منځ تفاوت موجود دی. خو په اسلام کي بیا د افراطیت اصطلاح تر هغه ډیر وروسته رامنځته سوه.
د اوربان په حواله که څه هم د علمي دیني جروبحثونو پر مهال د عیسوي افراطیت اصلاح ډیره لږ کارول کیږي، خو بیا د ټولني د عادي خلگو او په اصطلاح عیسوي افراطیانو تر منځ فاصله ورځ په ورځ ډیریږي او یو پربل یې اعتماد کمیږي.
له بلي خوا بیا د اوربان په خبره هر مسلمان اسلام پاله نه دی او هر اسلام پاله ترهگر نه دی.