لنډي کوتل ته تلونکی اورګاډی اوس يوازي یادګار دی
له پیښور څخه لنډي کوتل ته تلونکی د اورګاډی سلسله د ۲۰۰۷ کال په می میاشت بنده شوه. د سفاري په نوم گاډی د ډیرو سختو لارو څخه تیریده،او د غرونو په منځ کې په ۳۴ تونلونو کي په تیریدو سره يي ۵۰ کیلومتره اوږد واټن واهه.
د پیښور د اورګاډی تمځای، د سفاري د سفر د پيل نقطه
د پيښور د اورګاډي تمځای د خیبر پښتونخوا ایالت تر ټولو لوې سټیشن دی. له دې ځایه د پااکستان مختلفو برخو ته اورګاډي ځي. د ۱۹۴۷ څخه تر ۱۹۸۲ کاله پوري د هري یکشنبې ورځی په ۷:۳۰ به ریل لنډي کوتل تله.
د هوایي ډګر په احاطه کې دننه د اورګاډی پټلۍ
له پيښور څخه د لنډي کوتل پر لور د اورګاډی پټلۍ د پاچاخان نړیوال هوايي ډګر په احاطه کې دننه تیریږي. دا یوه لویه ستونزه وه. د اورګاډي د تیریدو له پاره باید دوې درې ورځې دمخه د هوايي ډګر له چارواکو څخه اجازه اخیستل شوې وای. د امنیتي دلایلو پر بنسټ دغه پټلۍ اوس په بشپړ ډول تړل شوې ده.
د اورګاډي پر پټلۍ په غیر قانوني ډول قبضه
په مختلفو ځایونو لکه نوتهیه، بورډ بازار او کارخانو مارکیټ کې د اورګاډی د پټلۍ په دواړو خواو کې خلکو موقتي دوکانونه جوړ کړي دي. د دغو کسانو پر وړاندي چارواکو په وارو وار سره قانوني چلند کړی دی، خو دوی بیا پر دغو ځایو باندي قبضه کوې. په همدغو ځایونو کي د لوی اختر په ورځو کې د څارویو مارکیټونه جوړیږي.
د اورګاډی اداره کوونکي اوس هم معاش لري
د اورګاډی پټلۍ په مختلفو برخو کې پاټکونه يا دروازې جوړي شوي وې چې د اورګاډی تر راتګ څو شېبې دمخه به تړل کیدې. اوس هم د دغو دروازو په یو شمیر کي يې کارکوونکي په دندو ګومارل شوې دی. د ۲۰۰۷ کال له می میاشتي راهيسي بيا هیڅ اورګاډی پر دې لار نه دی تیر شوې خو دغه کارکونکي په منظم ډول خپل معاشونه اخلي.
ویجاړ شوي پلونه او د اورګاډی زیانمني شوي پټلۍ
د بریتانوي واکمنۍ پر مهال جوړ شوي پلونه چې د سړک پر سر او یا هم پر باندي یو ځای جوړ شوې دي، د ناڼو پر اکمالاتي کاروانونو د تندلارو په بریدونو کې لږ او یا په بشپړ ډول خراب شوې دي.
د جمرود سټيشن، د ملیشه ځواکونو مرکز
د جمرود په سټیشن کې به هره یکشنبه په سلونو قبایلیانو لنډي کوتل ته د تلونکي اورګاډی انتظار ایسته. له ۲۰۰۸ کال راهیسي ملیشه ځواکونه له دغه سټیشن څخه د خپل مرکز په توګه کار اخلي، خو دغه سټیشن ته د اورگاډي ادارې مامورين هم د خپلي حاضرۍ د امضاء کولو له پاره ورځي.
۹۲ پلونه، اکثره يي د استفادې وړ دي
له پيښور څخه تر لنډي کوتله پوری ۹۲ داسي کوچني او لوی پلونه موجود دي چې ډیر يي اوس هم په ښه حالت کې دي. تر دغو پلونو لاندي هره ورځ په زرونو لوې او ګوچنۍ موټری تیږي.
سفاري اورګاډی یوه یادګاره تجربه
د غرونو په منځ کې له ښایسته ځایونو څخه تیرونکې سفاري اورګاډي د سیلانیانو پام ځانته را اړولی وو. همدا علت وو چې د لیری پرتو هیوادونو سیلانیان په دې اورګاډي کې د سفرکولو لپاره ورتلل. د سفاري په اورګاډي کې د اروپا د کمیسیون ۱۵ کسیز هییت هم د دغو سیمو څخه لیدنه کړی.
په ۵۰ کیلومتره واټن کي ۳۴ تونلونه، یو ریکارډ
په غرونو کې ډیر په زحمت او مهارت سره د ایستل شوو دغو تونلونو شمیر ۳۴ دی. د ۵۰ کیلومترو په واټن کې په دومره شمیر کې تونلونه د نړۍ په نورو هیوادونو کې يي ساری نه لیدل کیږي. د دغو تونلونو اوږدوالې یو له بل سره توپير لري.
ډیري دغه تونلونه له خطر سره مخامخ دي
د مځکې ښوېدنې له امله د یو شمیر تونلونو د ننوتلو او وتلو لاري تر یوې اندازي بندې شوې دي. که په سمه توګه د دغو تونلونو ساتنه او حفاظت ونه شي، نو دغه ماهرانه تونلونه به د تیرو زمانو د یادګارونو د یوې نښې په توګه پاته شي او یوازي به په کتابونو او انځورونو پوري محدود پاته شي.
پټلۍ د بارانونو او مځکو ښویدني قرباني شوې ده
د ۲۰۱۰ د توپاني بارانونو او سیلابونو له امله په اکثرو ځایونو کې د مځکي ښوېدني له امله د اورګاډی پټلۍ له کاره لوېدلي ده چې په راتلونکي کې د هغی جوړول یوه لويه ستونزه ده.
سفوله استوپه
د پیښور لنډي کوتل د اورګاډی پټلۍ د علي مسجد او لنډي کوتل تر منځ د سفوله استوپه«د بودایانو تاریخي عبادت ځای» څخه تیریږي. استوپه د سیلانیانو له پاره ډیر په زړه پوري دی، چې اوس تر ډیره خراب شوی دی.