لنډ خبرونه له انځورونو سره
په آلمان کې دوه تنه د په سوریې کې د جنګیدو په تور ونیول شول
د آلمان لوی څارنوالي په ګیسن او دوزلدورف ښارونو کې د سوریایانو د یوې شکمنې جهادیستې ډلې د دوو غړو د نیولو امر کړی دی. د دې ادارې د معلوماتو له مخې دغه دوه کسان چې ۲۶ او ۳۵ کاله عمر لري د چهارشنبې په ورځ نیول شوي دي. پر دې سربیره د هغوی کورونه هم تلاشي شوي دي. پر دغو دوو کسانو باندې په ۲۰۱۳ کال کې د النصرې جبهې له ډلې سره د یو ځای کیدو تور لګول شوی دی.
د ترکیې د عدلیې وزیر آلمان ته ورسید
د ترکیې د عدلیې وزیر آلمان ته راغلي دي چې په دې هیواد کې د اساسي قانون د اصلاحاتو له پاره تبلیغ وکړي. تر هغه مخکې د ترکیې لومړی وزیر بنعلي یلدرم هم د ورته هدف له پاره آلمان ته راغلی وو. د اساسي قانون له دغو اصلاحاتو سره به رجب طیب اردوغان واک لا پسې زیات شي.
اروپايي کمیسیون غواړي د کډوالو د بیا ستنولو بهیر ګړندی کړي
د اروپايي ټولنې کمیسیون د دغه ټولنې د غړو هیوادونو له ملي چارواکو څخه غوښتي دي چې د رد شویو پناه غوښتونکو پر وړاندې لا شدید عمل وکړي. د کډوالو په برخه کې د اروپايي ټولنې کمیسار افرامو پولسوس، په بروکسل کې په دې اړه یوه عملي طرح وړاندې کړې ده چې له مخې یې د ستنیدونکو کډوالو شمیر د پام وړ لوړیدای شي.
میرکل غواړي په مصر او تونس کې د کډوالو په اړه خبرې وکړي
د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل، د افریقا شمال ته خپل دوه ورځینۍ سفر پیل کړ. هغه به د پنجشنبې په ورځ په قاهره کې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي، سره وویني. میرکل غواړي له السیسي سره د کډوالو د کړکیچ د ممکنو حل لارو په اړه خبرې وکړي. په دې کې د اسیب پذیره کسانو ستنول، په مصر کې د هغوی د ژوند شرایطو ښه کیدل، له انساني قاچاق سره مبارزه او په لیبیا کې ثبات راوستل شامل دي.
زاخیلوال پر نوازشریف د سرحد پرانیستلو غږ وکړ
په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف، څخه غوښتي دي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحدونه پرانیزي. دغه سرحدونه په پاکستان کې تر بمي بریدونو وروسته، تړل شوي دي. حضرت عمر زاخیلوال ویلي دي چې د دغو سرحدونو د بندیدو له کبله افغانان له ستونزو سره مخامخ شوي دي. هغه دغه غوښتنه د چهارشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د ایکو یا «اقتصادي همکاریو سازمان» په یوه غونډه کې وکړه.
د کابل د غبرګو بریدونو تلفات نور هم لوړ شول
د افغانستان د عامي روغتیا وزارت ویاند قمرالدین صدیقي، د پنجشنبې په ورځ وویل چې په کابل کې د چهارشنبې ورځې د دوو بریدونو د قربانيانو شمیر ۲۳ تنو ته رسیدلی دی. زیاته شوې ده چې د چاودنو له کبله د ټپي شویو کسانو شمیر هم له ۴۴ تنو څخه ۱۰۷ تنو ته لوړ شوی دی. دغه افغان چارواکي روښانه کړه چې د ټپي شویو کسانو په ډله کې ۱۶ ښځې او پنځه ماشومان هم شامل دي.