له افغانستانه د امريکا ځواکونو وتل کيدای سي وځنډيږي
۱۳۹۹ اسفند ۲۹, جمعهد امريکا د NBS News تلويزيون د باخبره سرچينو په حواله ليکلي دي چي «بايدن غواړي له افغانستان څخه ووځي»، خو د پينتاگون چارواکي په دې ادعا سره چي طالبانو د تړون خپله برخه نه ده عملي کړې، له ولسمشره څخه غواړي چي د شپږو مياشتو له پاره په افغانستان کي د ځواکونو پر احتمالي پاتېدو غور وکړي.
دغو سرچينو ياد تلويزيوني چينل ته ويلي دي چي پوځي چارواکو بايدن ته څو انتخابه وړاندي کړي دي: د تړون له مخي د می مياشتي تر لومړۍ نېټې پوري د ټولو ځواکونو راايستل، تر يوې نامعلومي نېټې پوري هلته [په افغانستان کي] پاتېدل يا تر هغې نېټې پوري پاتېدل چي جمهوررئيس يې ټاکي. د دفاع وزارت وړانديز دا دی چي د ځواکونو د پاتېدو موده دي يې شپږ مياشتي تمديد سي.
يوې سرچينې ويلي دي چي تر اوسه پوري په دې اړه کومه پريکړه نه ده سوې او «پريکړه به ولسمشر کوي».
څو ورځي مخکي د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بايدن له ABC تلوېزيون سره په مرکه کي ويلي ول چي له طالبانو سره پر هوکړه ليک باندي په کافي اندازه کار نه وو سوی، ځکه نو دا اسانه نه ده چي واشنگټن دي د هوکړه لیک خپله برخه چي د ځواکونو ايستل دي، پوره کړای سي. هغه ويلي ول: «دا کار کيدای سي وسي، خو اسانه نه ده.»
هغه وويل چي دوی اوس د پريکړي کولو په حال کي دي چي ځواکونه يې څه وخت له افغانستان څخه وځي.