له افغان ماشومانو سره د مرستې آلمانۍ ټولنه خپل فعاليت ډېروي
۱۴۰۱ آذر ۱۵, سهشنبهدې مرستندويه ټولنې چې د آلمان د بايرن ایالت په منتراخېنګ کې مقر لري، په يوه خبر پاڼه کې ليکلي دي: «تر ۱۵۰۰ ډېرو سازمانونو څخه یې چې يو وخت یې [په افغانستان کې] فعاليت کاوه، له بده مرغه اوس په کابل کې د يوې ډلې په استثنا، په ۳۴ نورو ولایتونو کې څه نه ترسترګو کیږي.»
د دې مرستندويه ټولنې له خوا زياته شوې چې د کومک رسولو پروژې یې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته له هیڅ مقاومت سره نه دي مخامخ شوي او فعالې دي. همدا راز زياته شوې چې د هېواد د ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله یې د کارکوونکو معاشونه لوړ کړي دي.
افغانستان کې د ماشومانو د زده کړې له پاره د ډنمارک او کوریا مرستې
د «افغان ماشومانو له پاره د آلمان د مرستې موسسې» زياته کړې ده چې د فعاليت په ساحو کې یې په افغانستان کې د کونډو، تیمانو او معلولينونو له پاره د مسئول وزارت سره په همکارۍ ډېرو اړمنو کسانو ته په اوونۍ کې څلور وارې خوراکي او نظافتي توکي او د ماشومانو جامې توزيع کوي.
يادې ټولنې زياته کړې ده چې په کلينکونو کې یې د طبي کارکوونکو شمير ډېر کړی دی او د تي خوري ماشومانو او د کوچنيانو نورو خوړو په مټ له خوارځواکۍ څخه اغیزمنو په زرونو ماشومانو سره مرسته کیږي.
د افغانستان په څو ولايتونو کي نوي ځوانانو ته د تخنيکي او مسلکي روزني پروګرام پیل شوی
د «افغان ماشومانو له پاره د آلمان د مرستې کمیټې» ويلي دي چې په دې تېرو مياشتو کې یې يو شمیر نورې معاينه خانې او نور کوچني کلينکونه د لمریزې انرژۍ په دستګاو سنبال کړي دي او په دې توګه طبي فعاليتونه د ورځې او شپې تامین شوي دي.
د دې موسسې په وينا په جلال آباد ښار کې د هغو نجونو له پاره يوه ليليه هم جوړه شوې ده چې د طب په پوهنځي کې زده کړې کوي. دا سازمان لا د مخه د افغانستان په ختیځ کې د کمپيوتر او د خياطۍ د زده کړې ۲۴ کورسونه پر مخ وړي او تېر کال یې د مسلکي زده کړو درې نور مرکزونه هم رامنځته کړي دي.
د «افغان ماشومانو له پاره د آلمان د مرستې موسسه» په ۱۹۹۸م کال کې د آلمان د پوځ د يوه پخواني ډاکتر رانيهارد ایروس او د هغه د کورنۍ له خوا تاسيس شوې ده. دا ټولنه وايي چې په افغانستان کې تقريباً ۱۵۰۰ ښځينه او نارينه کارکوونکي لري.
ب. ص/ ن. ز (KNA)
زموږ له آرشيف څخه: