له داعش څخه تښتېدلي يزيدۍ ښځي اوس څه کوي؟
ځيني یزيدۍ ښځې چې د ترهګري ډلې داعش له عام وژني او جنسي غلامۍ څخه بچ پاتې شوي دي، اوس د رزمي ورزش په کورسونو کې برخه اخلي، څو خپل تیري ترخې خاطرې هیري کړي.
لومړني تمرینونه
«بوکسنګ سسټرز» کلب د یزيدۍ میرمنو او نجونو د پياوړه کولو طرحه ده چې شپږ میاشتې مخکې د (Lotus Flower) یا نیلوفر ګل، په نوم د غیر انتفاعي سازمان له لوري د عراق په کردستان کې پرانیستل شوه. اوس د روانګا کمپ په سالون کې یزيدي ښځې او نجونې په اوونۍ کې پنځه وارې د ورځې دوه ساعته تمرین کوي. د هغوی ډیری یې یو وخت د داعش بندیانې وې او د روحي آزار، فزیکي او جنسي تاوتریخوالي قرباني ګرځیدلې وې.
چمتووالی
که څه هم بوکس د روانګا کمپ د ښځو او نجونو د «لوتوس فلاور» ورزشي کلب یوازینی فعالیت نه دی، خو د هغوی له پاره په زړه پورې ورزش دی. د دغه غیر انتفاعي سازمان سیمه ایز مشر ویان احمد وایي: «موږ فکر وکړ چې دا ورزش د جسمي او روحي لحاظه د ښځو د غښتلتیا له پاره مناسب روش دی.»
تمرین
د دغه کلب یوه ورزشکاره حسنا سعید یوسف وایي: «ډیر وختونه چې د بوکس تمرین کوو، د درد او خفګان شیبې رایادوم او هڅه کوم چې د بوکس په ضربو سره یې له شره خلاصه شم.» حسنا او کورنۍ یې په ۲۰۱۴م کال کې د سنجار پر کلیو او بانډو باندې د داعش له هجوم وروړلو راهیسې په روانګا کمپ کې میشت دي. هغوی چې کله پوهه شول چې داعش ورنزدې شوی نو غرونو ته وتښتیدل او هلته یوه اوونۍ پټ ول، څو یې کمپ ته د رسیدو لار ومونده.
له ورزش سره مینه
حسنا چې ۱۸ کلنه ده وایي چې تل یې له ورزش سره مینه درلوده. هغه وایي چې په ځوانۍ کې یې له تره سره د خپل کاله په یوه خونه کې وزن پورته کول تمرینول. خو حسنا اوس په دې باور ده چې بوکس یا سوک وهنه یو بل شی دی. هغه چې هیله لري ډاکټره شي وايي: «نه غواړم هیڅ وخت د بوکس کولو تمرین پریږدم.»
د سیالۍ په انتظار
په کمپ کې اوسیدونکي ډیری کورنۍ په لومړي سر کې په دې راضي نه وي چې لوڼې یې د بوکس په تمرین کې ګډون وکړي. خو کله چې د «لوتوس فلاور» سازمان کارکوونکي هغوی ته ورغلل او ورته روښانه یې کړه چې دغه ډول بدني فعالیتونه کومې ښیګڼې لري، د ډیرو نظر بدلون وموند.
د میدان په منځ کې
په اپریل میاشت کې، ځینې ښځې د روزونکو په توګه وروزل شوې، څو وکولای شي د سیمې په نورو کمپونو د بوکس تمرین ورکړي. حسنا هم د خپل استوګنې په کمپ کې د سوک وهنې د لوبې روزونکي ده.
نور کورسونه هم شته
یزيدۍ ښځي او نجوني کولی شي د بوکس د کورس وروسته د «کیسه ویونکو خویندو» په نوم د انګلیسي ژبې کورس کې ګډون وکړي چې د انځورونو په واسطه د کیسه ویلو یو ډول روزنه ورکول کیږي. یو شمیر ښځو په لیسه کې د زده کړو له پاره نومونه ثبت کړي دي. د هغوی پر کلیو باندې د داعش تر بریدونو وروسته تعلیم ممکن نه وو. دغه ښځې اوس بیا د زده کړو فرصت لري.