له راخينه د بنګله ديش تر کوکس پوري د روهنگيا هجرت
د روهنگيا مسلمانانو بحران ورځ تر بلې سختيږي. تر اوسه څه باندې ۴۰۰ زره روهنگيا مهاجر له خپلو کورو تښتيدلي او بنګله ديش ته مهاجر شوي دي. دويچه ویلې د روهنگيا د هجرت انځوريز رپوټ چمتو کړی دی.
اوږدې لارې
د ميانمار له راخينه ايالت څخه په زرونو روهنگيا مهاجر د اوږدو لارو په وهلو ځانونه بنگله ديش ته رسولي دي. په غیږ کې ماشوم او پر سر له درونو بارونه سره له خټو پر ډکو لارو او پولو باندي پلې مزلونه اسانه نه دي. دا انځور په بنگله ديش کې د ډیکناف لمبر بل له سيمې څخه دی.
د خټو چقړو ډکې لارې
د سفرونو پر مهال د خټو ډکې ډيري داسې لارې په مخ راځي چې ښځې او ماشومان اړ وي له هغو څخه په لوڅو پښو واوړي.
د ناروغانو ليږد تر ټولو ستونزمن
خپل کور او اسباب به پريښودل شي خو د ناروغو مشرانو پريښودل هيڅ امکان نه لري. په تصوير کې دوه ځوان روهنگيا د خپلې کورنۍ يوه زړه ناروغه ښځه له سختو لارو پر اوږو انتقالوي.
د اګست ۲۵مه د تاوتريخوالو پيل
د ميانمار پوځ د روهنگيا مسلمان اقليت پر وړاندي تاوتريخوالی د اګست مياشتې تر ۲۵مې وروسته پیل کړ. په دغه اخ و ډبونو کې تر ټولو زيات ماشومان او ښځې زيانمني شوي. د بيځايه شويو په شمير کې هم ښځې او ماشومان زيات دي.
د روهنگيا جنگياليو بريدونه
د اګست مياشتې پر ۲۵مه، کله چې روهنگيا جنگياليو د پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل، له هغه وروسته د ميانمار پوځ هم ځوابي اقدام وکړ. په دغو جگړو کي تر ټولو زيات زيان هم روهنگيا مسلمانانو ته اوښتی.
درانه تلفات هم د روهنگيا په برخه
د رپوټونو پر اساس د راخينه په جگړو کې لږ ترلږه ۴۰۰ تنه ووژل شول، په مړو کې تر ټولو زيات يې روهنگيايان ول. هغه وخت يوې ميانمارۍ رسنۍ هم ويلي ول چې په ۴۰۰ تنو وژل شويو کې ۳۷۰ تنه يې روهنگيان دي.
د «نف» سيند
له ميانمار څخه بنگله ديش ته د اوښتو په لار کې د خټيونو لارو تر څنګ سيندونو هم په مخ راځي چې روهنگيا بايد ترې پوري وځي. په دغه انځور کې مهاجر د «نف» په نامه يوه سيند څخه په ډيره عادي کښتۍ کې د تيريدو په حال کې دي.
ميانمار تورونه ردوي
د ميانمار حکومت هغه تورونه ردوي چې ګواکې د روهنګيايي مسلمانانو د ځپلو په موخه يې عمليات جاري ساتلي تر څو يې له دې لارې هغوی وژلي او يا یې له هيواده شړلو ته اړ کړي وي.
سرحدي سيمي
روهنگيا مسلمانان بنگله ديش ته د رسيدلو په موخه د پولې له مختلفو سيمو څخه کار اخلي. خو تر ډیره د ټيکناف او نيخن کهړي له سيمو څخه اوړي.
له سوځيدلو کورونو څخه پورته شوي لوګي
د روهنگيا مسلمانانو د سوځيدو په حال کې کورونه. د اور لوګي د «نف» سيند له پوري غاړې ښکاري چې د بنگله ديش له ټيکناف سيمې څخه تيريږي.
۲۶۰۰ کورنو سوځول شوي
د ميانمار حکومت د سپتمبر پر دويمه وویل چې په لويديځ ايالت راخينه کې د وروستيو تر ټولو بدو پيښو پر مهال۲۶۰۰ کورونه سوځول شوي دي. ميانمار تور لگولی وو چې د کورونو په سوځولو کې خپله روهنگيا لاس لري.
له انسانانو سره څاروي هم
ځيني روهنګيايي مهاجرو بنگله ديش ته له ځانه سره خپل څاروي هم راوستلي دي. دغه مهاجر د «نف» سيند له لاري پوريوزي.
د بنگله ديش کوکس بازار
بنگله ديش ته رسيدلي ډیر روهنگيا مهاجر د کوکس بازار په نوم سيمه کې موقتي په سرپناه و کې ځای پرځای شوي دي. تازه راغلي مهاجر د ځای له کمښت سره مخامخ دي. په دې انځور کې يو شمير مهاجر د ټيکناف لويې لارې ته نژدې په يوه ځنگله کې تم شوي، تر څو د اوسيدو ځای ځان ته پيدا کړي.
د ځای کمښت
هغه مهاجري کورنۍ چې په کمپونو کې ورته ځای نه دی موندل شوی د واټونو پر غاړه يې اړولي دي. دغي روهنگيايي ميرمن چې کوچني ماشومان هم لري د اوسيدلو له پاره یې سرخلاصی روڼ ميدان انتخاب کړی دی.
لويې خيمې
د بنگله ديش حکومت په ټيکناف سيمه کې ډيري لويې لويې خيمې لګولي دي. دغه کار يې د دې له پاره کړی، تر څو په کم ځای کې ډير کسانو ته سرپناه برابره شوي وي.
تر دوو لکو زيات ماشومان
بنگله ديش ته په روهنگيا مهاجرو کې د رسېدلو مهاجرو تر دوو لکو زيات يې ماشومان دي چې د ټولو مهاجرو شاوخوا نيمايي برخه ده. ډیر مهاجر د کاکس بازار سيمې ته رسيدلی دي، هغه په دې دليل چې دغه سيمه د ميانمار له راخينه ایالت سره نښتې ده. کاکس بازار د بنگله ديش په سويل ختيځ کي پروت دی.
د مهاجرو کیسې او خاطرې
بنگله ديش ته رسيدلي روهنگيا مهاجر وايي چې د ميانمار ځواکونو نه يوازې پر دوی حملې او بريدونه کړي دي، بلکي کورونه يې هم ورته وسوځول، تر څو له لسيزو راهيسي هلته میشت دغه مسلمان اقليت يې په بشپړه توګه وتلو ته اړ کړي وي.
د ملگرو ملتونو غوښتني
د ملگرو ملتونو امنيت شورا له ميانمار څخه غوښتي دي چي په راخينه کې د وضعيت د آرامولو په موخه اقدامات وکړي. روهنگيا مسلمانان له لسيزو راهيسي په ميانمار کې په ناسم وضعيت کې ژوند کوي. روهنگيا په هيڅ دولت پوري تړاو نه لري او ميانمار هم هغوی د غيرقانوني مهاجرو په توگه پيژني.
په ورځ کې ۲۰ زره مهاجر
ملگرو ملتونو تيره اوونۍ وويل چې هره ورځ په اوسط ډول ۲۰ زره روهنگيايي مهاجر بنگله ديش ته رسيږي. په بنگله ديش کې يوه مرستندويه سازمان د سپټمبر پر ۱۷ د مهاجرو شمير ۴۱۰ زره وښود. ملگرو ملتونو دغو مهاجرو ته د رسيدگۍ په موخه د ۲۶ اعشاريه ۱ ميليون ډالرو عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده.
۴۱۰ زره مهاجر
ملګرو ملتونو يوه مرستندويه سازمان د یکشنبې په ورځ ( سپتمبر ۱۷) وویل چې د روهنګيا مهاجرو شمير ۴۱۰ زرو ته رسيدلي دی. دغه سازمان د امکاناتو د کمښت خبرداری ورکړ او ويلي يې دي که چيرې مهاجرو ته پر وخت کافي امکانات ونه رسيږي ښايي وضعيت تر دې نور هم خراب شي او حتي يو شمير مهاجر خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د خوراکي موادو کمښت
د مهاجرت نړیواله اداره وايي چې په بنگله ديش کې میشت مهاجر د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ دي او له دې اړخه مهاجر په بد وضعيت کې قرار لري. په تازه رپوټونو کې د اوبو او درملو د کمښت خبره هم شوې وه.