له شیطاني آیات نیولې د اسلام د پيغمبر تر کاریکاتورونو پورې
۱۳۹۸ دی ۹, دوشنبهپه ۱۹۸۸م کال کې هندي الاصله بریتانوي لیکوال د «شیطاني آیاتونو» په نوم کتاب خپور کړ. په ۱۹۸۹م کال کې د ایران مذهبي مشر آیت الله خمیني د دې کتاب د لیکوال سلمان رشدي د قتل فتوی صادره کړه. خمیني په دې فتوی کې استدلال کړی وو چې د شیطاني آیات کتاب «د اسلام، د اسلام د پيغمبر او قرآن کریم» مخالف دی.
د ۲۰۰۴ م کال په نومبر میاشت کې هالنډي لیکوال، طنز لیکونکی او د فلم پروډوسر تیوفون ګوخ، د یوه مراکشي اسلامپاله له خوا په هالنډ کې ووژل شو. بریدکونکي ویلي وو چې دا عمل یي د دغه فلم جوړونکي د «اطاعت» په نامه فلم په غبرګون کې ترسره کړی دی. په دې فلم کې د څلورو مسلمانو ښځو ژوند ته کتنه شوې وه چې څنګه دوی په خپل ژوند د ناوړه استفادې سره مخامخ شوي دي.
د ۲۰۰۵م کال په سپتمبر میاشت کې ډنمارکي ورځپاڼې «یولاندز بوستن» د اسلام د پيغمبر ۱۲ کاریکاتورونه په یو کتاب کې خپاره کړل. د ورځپاڼې په خبره د دې کتاب په خپرولو سره یي په پام کې درلود چې د عقیدې پر آزادۍ ټینګار وکړي. د دې کتاب تر خپریدو وروسته د دې رسنۍ دوه تنه کاریکاتورستان د شدیدو ګواښونو له ترلاسه کولو وروسته مجبوره شول ځانونه پټ کړي.
۲۰۰۵م کال اکتوبر: د ډنمارک د هغه وخت لومړي وزیر اندرس فوراسموسن، د یادې ورځپاڼې په ملاتړ د ۱۱ اسلامي هیوادونو سفيران خبرو اترو ته ور وبلل.
د ۲۰۰۵ نومبر/ دسمبر: له ډنمارکي امامانو تشکیل شوي پلاوي په ډنمارک کې وضعیت ته د خلکو د پام را اړولو په موخه څو اسلامي هیوادونو ته سفرونه وکړل.
د ۲۰۰۶ جنوري: نارویژني رسنې « Magazinet»یو وار بیا د اسلام د پيغمبر کاریکاتور خپور کړ. د آلمان په ګډون یو شمیر نورو هیوادونو هم د دغو کاریکاتورونو پر خپرولو لاس پورې کړ. ډنمارکي ورځپاڼې «یولاندز بوستن» د مسلمانانو د مذهبي احساساتو د خدشه دار کولو له امله بخښنه وغوښتله. خو بیا هم دا کار په مختلفو اسلامي هیوادونو کې د قهرجنو اعتراضونو سبب شو.
۲۰۰۶ م کال سپټمبر: د نړۍ د کاتولیکانو پخواني مشر شپاړسم پاپ بینیډیک، د آلمان په ریګینسبورګ پوهنتون کې د خپلې وینا پر مهال په اسلام کې د تاوتریخوالي د رول په اړه، له دویم مانویل یا د بیزانس امپراطور پالاګوس «۱۳۵۰ تر ۱۴۲۵م کال» او فارسي عالم ترمنځ شویو خبرو ته اشاره وکړه. د بینیډیک دغه وینا په اسلامي نړۍ کې د شدیدو اعتراضونو سبب شو.
د ۲۰۰۶ م کال په سپټمبر کې: په برلین کې د «ایدومنیو» موتسارت اوپراګانو اجرا کول، د تشدده ډک غبرګونونو له ویرې لغوه کړای شول. خو دا پرورګرام د فرهنګي او سیاسي ټولنو له نیوکو سربیره د همدې کال په دسمبر میاشت کې ترسره شو. د دې اوپرا په پای کې د اسلام د پيغمبر، عیسی ع، بودا او د پوزئیدون چې یو د یونانیانو له خدایانو څخه دی، پرې کړې سرونه نمایش ته وړاندې شول.
د ۲۰۰۸ فبروري: د ډنمارک استخباراتي چارواکي وتوانیدل چې د دغه هیواد د کاریکاتور جوړونکي کورت ویسترګار، د قتل طرح خنثی کړي. ډنمارکي ورځپاڼو د دې طرحې په غبرګون کې د هغه په وسیله جوړ شوي کاریکاتورونه یو وار بیا خپاره کړل.
د ۲۰۱۰م کال جنوري: ویسترګار د اسلامپالو له پاره د قتل له یوې احتمالي پيښې وژغورل شو. نوموړی وتوانید په بیړه په یوې امنې او ځانګړې خونې کې ځان پټ او پولیسو ته اطلاع ورکړي.
۲۰۱۵م کال جنوري: په پاريس کې د چارلي ابدو طنزې مجلې پر دفتر برید کې د دغې مجلې د پنځو کاریکاتوریستانو په ګډون ۱۲ تنه ووژل شول. تر دې برید دوه ورځې وروسته څو تنو د یهودانو پر یوې مغازې برید وکړ، ۴ تنه یي ووژل او څو تنه نور یي یرغمل ونيول.
۲۰۱۵م کال فبروري: د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې پر یوې کنیسې او یوې قهوه خانې د برید په پایله کې دوه تنه ووژل شول او څو تنه نور ټپیان شول.
د ۲۰۱۵ می میاشت: دوو تنو د امریکا متحده ایالاتو پر یوه سیمه ایز مرکز برید وکړ. په دې ځای کې د اسلام د پيغمبر محمد ص کاریکاتور نمایش ته ایښودل شوی وو. د «په امریکا متحده ایالاتو کې له آزادۍ څخه د عملي دفاع ابتکار» په نامه اسلام ضد ټولنې له خوا خلک د اسلام د پيغمبر کاریکاتور جوړونې سیالیو ته وربلل شوي وو. امنیتي ځواکونو دواړه بریدکونکي له منځه یوړل.
د ۲۰۱۵م کال نومبر: وسله والو کسانو په پاریس کې د «بتکلان» د کنسرت پر تالار برید وکړ. په دغه برید کې په مجموعي ډول ۱۳۰ تنه ووژل شول او تر ۶۷۰ تنو ډیر ټپیان شول. د داعش ترهګرې ډلې د دې برید مسئولیت په غاړه واخیست.
د ۲۰۱۷ م کال می میاشت: د بریتانیي په مانچستر ښار کې د امریکایي هنرمندې آریانا ګراند، د کنسرت تر ختمیدو یوازې څو دقیقې وروسته یو ځای پرځای شوی بم وچاودید. په دې پيښه کې ۲۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د داعش ډلې دا کنسرت د بی حیایې سالون وباله او د دې برید مسئولیت یي ومانه.
آریانا ګراند، تر دې کنسرت څو ساعته وروسته اعلان وکړ چې دې پيښې یي زړه مات کړی، ځکه د دې برید تر ټولو کوچني قرباني یوازې ۸ کاله عمر درلود.
(bs-sn(KNA