له مريخ څخه احوال لېږونکی «پرزېفرنس» روور وپېژنئ
د امريکا متحده ايالاتو د خلايي چارو ادارې (ناسا) د مريخ پنځم روور پرزېفرنس له مخکنیو ټولو روورونو څخه لوی او وزني دی. پتېيل سوې ده چي پرزېفرنس به د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ مياشت کي د مريخ پر سطحه کښېني. دلته يې وپېژنئ:
د اتلس وي توغندي سپرلي
پرزېفرنس د اتلس وي توغندي په مرسته د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د جولای ۳۰مه نېټه) د کاليفورنيا په ځايي وخت سهار فضا ته وتوغول سو.
له نژدې داسي معلوميږي
د ناسا دغه پنځم مريخ روور (پلټونکی ګاډی) به په مريخ کي د شته کيوريوسيټي روور سره د ماموريت په ترڅ کي مرسته وکړي. دغه نوی روور يو ټن او په دې توګه تر کيوريوسيټي زيات وزن لري او درې متره اوږد دی.
په روور کي څه سته؟
پرزېفرنس تر شلو زياتي کېمرې او يو روبوت لاس لري. د دې تر څنګ دغه روور يوه وړه څرخي الوتکه هم لري. د دې تر څنګ په دغه ګاډي کي ډير نور مېچ يا اندازه کوونکي آلات او سېنسرونه موجود دي چي په مرسته د مارس مواد معاينه کولای سي. د دغه ګاډي مهمترينه وظيفه دا ده چي معلومه کړي چي ايا د مارس له ډبرو اکسېجن ترلاسه کيدلای سي که نه.
څرخي الوتکه په مريخ کي
د مريخ له پاره په دغه نوي ماموريت کي د لومړي ځل له پاره يوه څرخي الوتکه هم لېږل کيږي. په داسي حال کي چي د مريخ د کورې کشش د مځکي د کشش په پرتله يو پر دريمه او په دې توګه کم دی، نو د دغې څرخي الوتکي د پروازونو په مرسته به په اړونده ساحه کي نوي معاينات او څېړنې تر سره سي.
درې نسلونه پر يوځای
تر ټولو کوچنی روور سونجوفر و چي صرف لس اعشاريه شپږ کلوګرامه وزن يې درلود. اپورچونيټي ۱۸۵ کلوګرامه او کيوريوسيټي ۹۰۰ کلوګرامه وزن درلود. تر ټولو کوچني روور په يوه ثانيه کي يو سانتي متر سرأت درلود. د لوی روور سرأت په ثانيه کي د څلور او پنځو سانتي مترو تر منځ دی.
مستقبل ته لاره هواروونکی ماموريت
سپيريټ او اپورچيونيټي د مخکني سونجور روور څخه د زدکړو او ترلاسه سوې تجربې پر اساس په ۲۰۰۴م کال مريخ ته ولېږدول سول. سپيريټ د شپږو کالو فعاليت وروسته د مځکي سره نور تماس نه سوال نيولای او رابطه يې د ۲۰۱۹م کال د فبرورۍ پر ۱۳مه نېټه پرې سوه.
د سرې کورې سطحه
د مريخ د سطحي دغه انځور کيوريوسيټي روور اخيستی او مځکي ته رالېږلی ؤ. ياد روور لا تر اوسه فعال دی او ښايي د نورو پنځو يا حتی زياتو کالونو پوري فعال پاته سي. تر اوسه مريخ ته صرف روبوتونه رسېدلي، خو په راتلونکي کي ښايي يو وخت انسان هم پر دغه کوره پښه کښېږدي.