له ښځو سره دتشدد دمخنيوي له پاره د اروپايي ټولني نوې مقرارات
۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۸, سهشنبهښځي باید په راتلونکې کي په ښه ډول له زورزیاتیو څخه وساتلي سي. د اروپايي ټولني غړو هیوادونو د سې شنبې په ورځ په دې هکله خپله وروستۍ پریکړه تصویب کړه چي په راتلونکې کي به په اروپايي ټولنه کي له ښځو سره د جنسي او کورني تاوتریخوالي پر وړاندي یو ډول او شدیده مبارزه وسي.
په یوه بیان کې راغلي دي چي د تاوتریخوالي د دغو اعمالو پر وړاندې پرېکړنده اقدام د ښځو او نارینه وو ترمنځ د برابرۍ او له توپیره پرته د ارزښتونو او اساسي حقونو د تامین له پاره ضروري دی.
د دغو مقرراتو د عملي کولو له پاره د اروپايي ټولني شورا موافقه، وروستی ضروري اقدام بلل کیدی. په دغه قانون کي د نورو ترڅنگ دولتونو ته سپارښتنه کیږي چي د ښځو د ختنه کولو، په جبري توگه د هغوی د ودولو، سایبري زورزیاتیو، د مثال په ډول له خوښي پرته د هغوی د شخصي تصویرونو د خپرولو پیښې باید مجازات کړای سي.
علاوه پردې باید اغیزمني سوي ښځي د هغوی له پاره امن کورونو ته لاس رسی ولري. د غړو هیوادونو چارواکي باید په راتلونکي کي عام محضر دې ته متوجه کړي چي له توافقه پرته جنسي اړیکو ته د یوه جرم په سترگه کتل کیږي.
پر دغه قانون باندي انتقاد دادی چي د اروپايي ټولني په کچه د جنسي تیري په هکله کوم معیار نه دی ټاکل سوی. د اروپايي ټولني پارلمان د دغه ډول یوه معیار غوښتنه وکړه چي له مخي یې باید له هر ډول جنسي اړیکو سره موافقه ترسره سوې وي.
یعني د نه ویل د نه په معني دي. خو د آلمان په گډون د اروپايي ټولني ډېرو هیوادونو دغه ډول مقرره بنده کړه.
مخکي له دې څه د پاسه سلو تنو مشهورو ښځو په یوه پرانیستي لیک کي د جرمني د عدلیې له وزیر څخه وغوښتل چي دغه بندیز لیري کړي.
د اروپايي ټولني د هیوادونو تر منلو وروسته اوس باید دغه نوي مقررات د اروپايي ټولني په رسمي جریده (مجله) کي خپاره سي، ترڅو هغوی عملي کړای سي. په دې ډول غړي هیوادونه درې کاله وخت لري چي هغه د ملي قوانینو په چوکاټ کي عملي کړي.
GP/NZ/AG