لیبیا کي څوک له چا سره جنګيږي؟ ـ انځوريز راپور
په شمالي افریقایي هیواد لیبیا کې د معمر القذافي تر زوال وروسته په دغه هیواد کې بی ثباتي حاکمه ده. د ملګرو ملتونو له ملاتړ څخه برخمن حکومت د جنرال خليفه حفتر د ځواکونو له مزاحمت سره مخامخ دی.
د لیبیا د کورنۍ جګړې لوی سیالان
په شمالي افریقایي هیواد لیبیا کې د ملګرو ملتونو له ملاتړ څخه برخمن حکومت د فایز السراج (په انځور کې ښي خوا ته) په مشرۍ قایم دی. د هغه حکومت د پوځي جنرال خلیفه حفتر په مشرۍ د «لیبیا ملي پوځ» په نوم ځواکونو چې د دغه هیواد ختیځه برخه تر خپل کنترول لاندې لري له سخت مقاومت او مزاحمت سره مخامخ دی.
جنرال خلیفه حفتر
د ۷۶ کلن جنګ سالار بشپړ نوم خليفه بالقاسم حفتر دی. نوموړی د وژل شوي دیکتاتور معمر القذافي په دوره کې د پوځ یو لوړپوړی افسر وو. خلیفه حفتر ځان مارشال هم بولي. په اوس وخت کې هغه د لیبیا تر ټولو قوي جنګسالار ګڼل کیږي. نوموړی جنرال د یوه روزل شوي په وسلو سنبال پوځ ترڅنګ جنګي الوتکې هم لري. هغه د فرانسې، مصر او متحده عربي اماراتو له ملاتړ څخه برخمن دی.
د لیبیا په شخړه کې د مختلفو هیوادونو رول
خلیفه حفتر د فرانسې له بشپړ ملاتړ څخه برخمن دی. بل لور ته ترکیه د حفتر شدید مخالفت او په طرابلس کې د واکمن حکومت ښکاره ملاتړ کوي. ترکیي د حفتر د ځواکونو پر ضد د جنګیدو له پاره د طرابلس حکومت ته وسلې هم ورکړي وې. د حفتر په پلویانو کې مصر او متحده عربي امارات هم شامل دي. اروپایي اتحادیه له فرانسې سره د لیبیا په مسئله کې اختلاف نظر لري.
د طرابلس حکومت پلوي جنګي ډلې
د طرابلس حکومت د ملګرو ملتونو او څو جنګي ډلو له ملاتړ څخه برخمن دی. دغو وسله والو ډلو د خلیفه حفتر د«لیبیا ملي پوځ» ځواکونو پر وړاندې د طرابلس د حکومت ملاتړ کړی دی. حکومتي پوځ پر طرابلس د حفتر د ځواکونو یرغل له ناکامۍ سره مخامخ کړی وو.
د طرابلس حکومت او پوځ
د لیبیا حکومت د ۲۰۱۵م کال راهیسې د ملګرو ملتونو له ملاتړ څخه برخمن لومړي وزیر فایز السراج په مشرۍ قایم دی. السراج د امنیت د ثبات په خاطر له څو وسله والو ډلو سره ائتلاف کړی دی. له حکومتي پوځ سره د لیبیا د پخواني پوځ درنې وسلې او تجربه لرونکي افسران هم موجود دي. د ترکیي ولسمشر رجب طیب اردوغان د السراج د حکومت ښکاره ملاتړ کوي.
د قذافي تر زوال وروسته بی ثباتي
د لیبیا پخوانی دیکتاتور د یوه منظم وسله وال حرکت په ترڅ کې له واکه لیري کړای شو، خو وروسته تر هغې دغه ډلې منظم پاتې نه شوې. له هرې ډلې سره په کافي اندازه وسلي او جنګیالي موجود ول. په مختلفو وختونو کې انتخابات هم وشو، خو امنیت رامنځته نه شو. په همدې منځ کې جهادي ډلې هم په لیبیا کې فعاله شوې دي.
افریقایي هیوادونه
د مصر د ولسمشر الفتاح السیسي په ابتکار په لیبیا او سوډان کې د امنیت د ټينګښت په موخه د افریقایي هیوادونو سرمشریزه را بلل شوې وه. دغه سرمشریزه د روان کال په اپریل میاشت کې دایره شوه. د سرمشریزې په ترڅ کې په دواړو هیوادونو کې د روان کړکیچ په هکله خبرې وشوې، خو دغه خبرې اترې کومې نتیجې ته ونه رسیدلې.
لیبیا او غیر قانوني مهاجرت
د افریقا براعظم په یو شمیر هیوادونو کې د ټولنیز او اقتصادي ستونزو له کبله ډیر شمیر خلک اروپا ته د مهاجرت له پاره زړه ښه کوي. د دغو پناه غوښتونکو کیشتۍ په مدیترانه کې تر نیول کیدو وروسته بیا لیبیا ته استول کیږي. په لیبیا کې بیا دغه نیول شوي پناه غوښتونکي په توقیفخانو کې ساتل کیږي. په تیرو ورځو کې په همداسې یوه مرکز د حفتر د هوایي ځواکونو په برید کې په لسګونو مهاجر ووژل شول.