محسن داوړ بیرته آزاد شوی، خو ملګري یې لا هم په بند کې دي
۱۳۹۸ بهمن ۹, چهارشنبهد پاکستان د پوليسو يوه چارواکي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د جنوري۲۹مه نیټه) وویل چې د پارلمان غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی محسن داوړ، یې تر نیول کیدو څو ساعته وروسته بیرته آزاد کړی دی. خو شاوخوا ۲۰ تنه نور ملګري يې لا هم د پولیسو په بند کې دي.
محسن داوړ، چې د پاکستان د پارلمان غړی دی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو له مخکښو کسانو څخه دی، پرون د سه شنبې په ورځ په اسلام آباد کې د یوې سوله ایزې مظاهرې په ترڅ کې له ۲۳ نورو ملګرو سره یو ځای د پولیسو له لوری نیول شوی وو. نوموړي د منظور پښتین د نیول کیدو پر ضد په اسلام آباد کې په لاریون لاس پورې کړی وو.
د پولیسو دغه چارواکي همدا راز وویل چې محسن داوړ، د سه شنبې په ورځ ناوخته له زندان څخه بیرته خوشې کړل شوی دی. داوړ تر دې وړاندې هم د پاکستاني پولیسو له لوري زندان ته اچول شوی وو.
د پولیسو دغه چارواکي همدا راز زیاته کړه چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ ۲۳ تنه نور غړي د حکومتي ادارو پر وړاندې پارونې، د عامه نظم د ګډوډولو او له نفرته د ډکو څرګندونو په تور زنداني شوي دي.
د اسلام آباد د پولیسو وياند ضیا باجوا د فرانسې خبري آژانس ته د نیول شوو کسانو په هکله وویل: «ټول ۲۳ نیول شوي کسان به نن محکمې ته وړاندې شي او بیا به وروسته زندان ته انتقال کړل شي.»
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) له ۲۰۱۸م کال راهیسې د پاکستان پر پوځ باندې د پښتنو د هدف ګرځونې له کبله انتقاد او فشارونه راوړي. د پښتون ژغورنې غورځنګ د افغانستان پولې ته څیرمه په قبایلي سیمو کې د جبري ورکیدو او د پښتنو د هدفي وژنو پر ضد خپل آواز پورته کړی دی.
د دغې ډلې مشر منظور پښتین، د تیرې دوشنبې په ورځ په پیښور کې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو چې له کبله یې په ټول پاکستان او د افغانستان په ځينو ولايتونو کې لاریونونه وشول.
(K.H/N.Z(AFP