ملاکال: په سویلي سودان کې ړنګ ښار
جګړې د سویلي سودان، دوهم ستر ښار په بشپړه توګه ویجاړ کړی دی. هلته په مشکله ډیر کم کسان ژوند کوي. د ملګرو ملتونو په یوه کمپ کې ځینې خلکو پناه اخیستې او غواړي هلته پاتې شي. هغوی یوازې هلته ځان خوندي احساسوي.
ملاکال ښار ته ښه راغلاست
د سویلي سودان د دوهم ستر ښار لوحه مرمیو سورۍ کړې ده. د دغه هیواد ولسمشر سلوا کییر، څه موده وړاندې له یاغیانو سره د سولې یو تړون لاسلیک کړ، څو کورنۍ جګړې ته د پای ټکی کښیږدي چې لږ تر لږه د ۵۰ زرو کسانو ژوند یې واخیست. خو هغه کسان چې له دغه ښاره په تیښته بریالي شوي بیرته راتګ ته زړه نه ښه کوي.
د کاروباري مرکز پر ځای تش ښار
ملاکال یو وخت د اوبرنیل سیمې مهم تجارتي مرکز وو. خو اوس دغه ښار تش پروت دی او د تیلو پمپونه ویران ویجاړ پراته دي. له سودان څخه تر خپلواکۍ اخیستې دوه کاله وروسته په ۲۰۱۳م کال کې په سویلي سودان کې کورنۍ جګړه پیل شوه. په ۲۰۱۵م کال کې د تاوتریخوالي لمن تر ملاکال پورې وغځیده او خلک له دغه ځایه په تیښته شول.
ښوونځیو کې تدریس نه کیږي
پخوا چې به د زده کوونکو ګڼه ګوڼه وه، اوس هغه نور خالي پراته دي. د يوه پخواني ښوونځي په ټولګي دغه میز پریښوول شوی دی. هیڅوک نه غواړي هلته نورې زده کړې وکړي. د ډله ایزې تیښتې تر مخه په دغه ځای کې شا او خوا ۲۵۰ زره انسانان اوسیدل.
نوی ټاټوبی: د ملګرو ملتونو کمپ
زیاتره کسان ملاکال ته څیرمه د ملګرو ملتونو یوه کمپ ته وتښتیدل. په دغه کمپ کې د سویلي سودان شا او خوا ۲۵۰۰۰ انسانان اوسیږي. یو له دغو کسانو څخه جوزفین ادیمیس ده. هغه پر دې باور نه کوي چې په خپل اصلي ټاټوبي کې به خوندي وي. هغه چې د ملګرو ملتونو د یوه دفتر مخې ته ناسته دی او له پلاستیکونو جوړو سر پناوو ته ګوري وایي: «اوس مهال کومه سوله نه شته.»
وژنې او تيښته
ملاکال ته څیرمه له یوه کلي څخه کډوال شوی زیمون پکوانګ هم پر دې نظر دی او وایي: «جګړې پیل شوي او دومره ډیر انسانان ووژل شول. له دې کبله دومره خلکو تیښته وکړه.» دغه ۶۳ کلن هم د ملګرو ملتونو په کمپ کې اوسیږي. د اټکلونو له مخې د سویلي سودان له ۱۲ میلیونه وګړو څخه یوه پر څلورمه برخه اوسیدونکي خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.
نوی کور
له خپلو کورونو بې ځایه شوو کسانو له پاره دغه کمپ اوس نوی کور دی. پکوانګ څه موده وړاندې دې ته زړه ښه کړ چې یو ځل کلي ته وروګرځي او د خپل کور وویني. هغه پر دې خوشحاله وو چې هغه نه دی ویجاړی شوی، خو کور یې چا نیولی دی. هغوی له ده پوښتنه کړې چې بیرته خپل کور ته ستیندل غواړي؟ خو پکوانګ دا خبره رد کړې او له هغوي يي غوښتي چې تر هغه وخته چې بیرته د ستنیدو له پاره د ډاډمنتیا احساس کوي، پر کور يي پام وکړي.
بیرته ستنیدل نه تر سترګو کیږي
په اصل کې د ملګرو ملتونو کمپ باید د یوې مودې له پاره وای. خو خلک د سولې د تړون سربیره خپلو ټاټوبو ته له ورګرځیدو ویره لري. هغوی دې ته ترجیح کوي په دغه کمپ کې چې ښه څارنه یي کیږي پاتې شي. د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه آن نیل پر غاړه ګزمې هم کوي. د خلکو اندیښنو ته آن د حکومت دلایل هم ځواب نه شي ویلی.
نوی بازار
د ډیری شمیر تښتیدلو کسانو له پاره دا خبره جوته ده، چې تر هغه وخته چې د ملګرو ملتونو د کمپ د باندې ځان خوندي احساس نه کړي له کمپه نه وځي. په دې ترتیب د کمپ دننه د هغوی خپل جوړښتونه رامنځ ته شوي. خلک لکه د بیلګي په توګه د خیاطۍ یا نورو برخو کې خپل خدمات وړاندې کوي. همداسې نور کاروبارونه هم کیږي، په نیل کې نیول شوي کبان د ملاکال د بازار پر ځای اوس په کمپ کې خرڅیږي.