ملګرو ملتونو افغانستان ته خپل نوی مرستیال استازی معرفي کړ
۱۴۰۱ خرداد ۲۸, شنبهد اسوشتيد پریس خبري آژانس په حواله، د ملګرو ملتونو سازمان مرستيال ویاند، فرهان حق، وويل چې د اوس له پاره په سیاسی چارو کې د ملګرو ملتونو نوی ټاکل شوی مرستیال، آلمانۍ ديپلومات، مارکوس پوتڅل به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت مسئوليت هم پر غاړه ولري.
دغه اعلان يوه ورځ وروسته له هغې کيږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مخکېنۍ ځانګړې استازې، ديبورا لاینز خپل ماموریت پای ته ورساوه. هغې ويلي دي چې له افغانستان څخه په خپه زړه وتلې ده.
مرمین لاینز د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامه کې وويل: «کله چې ما دغه دنده قبوله کړه، هغه وخت ما دا تصور نه شو کولای، چې افغانستان به په اوسني وضعیت کې ترک کوم.» هغې زیاته کړې ده چې د افغان نجونو او ښځو له پاره «زما زړه مات دی» کوم چې د طالبانو د فرمانونو له کبله له تعلیم او کار څخه محرومې کړل شوي دي.
هغې ويلي دي: «دا زما له پاره د ېوې ښځې په حیث ډيره دردونکې ده چې خپلې افغان خويندې په کوم وضعیت کې چې دوی دي، پريږدم.»
دیبرا لاينز په افغانستان کې خپل ماموریت په ۲۰۲۰ کې پیل کړی وو، خو دا چې د هغې ځای ناستی به د څومره مودې له پاره دغه ماموریت مخ ته وړي، فرهان حق ېې په اړه څه نه دي ويلي دي.
اسوسشتید پریس د پوتسل په هکله لیکي چې نوموړی يو مسلکي ديپلومات دی چې له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۶ پورې په افغانستان کې د آلمان سفير او همدارنګه له ۲۰۱۷م نه تر تيرکال میلادي کاله پورې د افغانستان او پاکستان له پاره د آلمان ځانګړی استازی وو.
دغه آلمانی ديپلومات پر مختلفو ژبو، د هغې له ډلې په درې ژبه چې د افغانستان له رسمي ژبو څخه یوه ده، خبرې کولې شوی.
طالبان د تیرکال په اګست میاشت کې تر شل کلنې جګړې وروسته او له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو سره سم بیا واک ته ورسيدل، خو د دغې ډلې حکومت ېې د نژدې يو کال په تيریدو لاهم هيڅ هيواد په رسمیت نه دی پيژندلی.
طالبانو واک له رسیدلو سره سم، پر ښځو باندې یو لړ محدودیتونه وضع کړل. دوی د خپلې واکمنۍ په لومړيو ورځو کې د ښځو د چارو وزارت لغوه کړ، اکثریت ښځې ېې په کورونو کينولې او نجونو ته هم تر شپږم ټولګې پورته ښوونځيو ته د تلو اجازه نه ورکوي.
په ورته وخت کې د نړیوالو تحریمونو په ترڅ کې د افغانستان اقتصاد سخت زیانمن شوی او په ميلیونونو افغانان د لوږې او فقر سره مخ شوي دي. د ملګرو ملتونو سازمان او نور مرستندويه موسسات هڅه کوي تر څو په روان کال کې په افغانستان کې د اړتیا وړ بشري مرستو له پاره د بشري مرستو بودیجه تر ۴ اعشاريه ۴ ميليارډه ډالرو پورې لوړه کړې ده.
په عین حال کې په افغانستان کې بمي چاودنې او نور بریدونه ترسره کيږي او د ملکیانو ژوند اخلي چې له کبله یې افغانان د خپل راتلونکي له پاره لا هم اندیښمن دي.
داعش ډله چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد جنګیږي د اکثرو دغو بریدونو مسئولیت ېې په غاړه اخیستی دی.
په وروستۍ پیښه کې د شنبې په ورځ په کابل ښار کې د سیکهانو پر یوه عبادت ځای یا درمسال باندې حمله شوې ده. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي چې په پيښه کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي. دوی دغه راز وايي چې دوه حمله کونکي هم له منځه وړل شوي او برید پای ته رسیدلې ده.