ملګري ملتونه: افغان امنيتي ځواکونو په اختر کي ۱۱ ملیکان وژلي
۱۳۹۸ مرداد ۲۳, چهارشنبهپه افغانستان کي د ملگرو ملتونو دفتر د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اګست میاشتې۱۴مه نیټه) د هغي پيښي په اړه خواشيني ښوولې ده چې په پکتیا ولایت کې د حکومت پلوه ځواکونو د عملیاتو په پایله کې رامنځ ته شوې او ۱۱ ملکيان پکښې وژل شوي دي. دغه عملیات د اختر په ورځو کې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندنګۍ یا یوناما د ټویټر په یوه پیغام کې ویلي دي چې «ملکیانو ته زیان رسول باید ودرول شي» او زیاتوي چې د اختر په ورځو کې د [امنیتي ځواکونو له لوري] چاڼیز عملیات ترسره شوي دي.
بل لوري د پکتیا د ولايتي شورا غړ الله میر خان بهرامزوی بیا د ۱۳ ملکیانو د وژلو خبره کړې ده او زیاتوي چې زیاتره وژل شوي کسان د پوهنتون محصلین او یو یې پکې د ښوونځي مدیر وو.
د رپوټونو پر اساس دوی د یکشنبې په شپه د شپینیو عملیاتو پر مهال وژل شوي دي. د ولایتي شورا د غړي بهرامزوی په خبره، دغه عملیات د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونو کړي.
د جولای میاشتې په ورستیو کې د ملګرو ملتونو په خپل یوه ربع وار رپوټ کې ویل شوي ول چې حکومت پلوه ځواکونو د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د مخالفینو په پرتله ډیر ملکیان وژلي دي.
په رپوټ کې راغلي وو چې په دې موده کې بیا د حکومت وسله والو مخالفینو ډیر کسان ټپیان کړي دي. د رپوټ پر اساس، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغان امنيتي ځواکونو او د دوی بهرنیو متحدینو ۷۱۷ تنه ملکیان وژلي او د حکومت وسله والو مخالفینو بیا ۵۳۱ تنه ملکیان وژلي دي. په دې ترتیب سره په مجموعي ډول ۱۳۶۶ تنه ملکیان وژل شوي چې د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۲۱ سلنه کمښت ښيي.
سربیره پر دې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغان امنیتي ځواکونو د پوځي عملیاتو په پایله کې ۱۳۹۷ تنه ملکیان ټپیان شوي چې د تیرکال د همدې مودې په پرتله ۳۱ سلنه ډيروالی ښيي.
یوناما په خپل رپوټ کې ویلي چې د دغو مرګ ژوبلو اصلي لامل چاڼیز عملیات او هوايي بریدونه ول. په دې موده کې د حکومت ضد مخالفینو چې پکې طالبان او داعش عمده ډلې دي، په مجموعي ډول ۱۹۶۸ کسان تلف شوي چې د تیرکال په پرتله ۴۳ تنه کمښت ښيي.
DPA / KH-NZ