مهاجر د ايټالیا پرځای په ترکیه کي پریښول سوي
۱۳۹۹ دی ۲۱, یکشنبهد المان خبري آژانس، ډي پي اې د جمعې په ورځ (د جنورۍ اتمه) خبر ورکړ، چي قاچاقبرانو مهاجرو ته فریب ورکړی او یو بل ځای ته تر انتقال وروسته یې هغو ته ویلي دي، چي د اروپا اتحادیې ته رسیدلي دي.
د دغه آژانس په حواله هر مهاجر قاچاقبرانو ته د اروپا د اتحادیې یوه غړي هیواد ته د رسیدو پخاطر زر زر یورو ورکړي وې.
قاچاقبرانو هغوی په استانبول کي د لاریو په منځ کي پټ کړي وه او پسله ۳۰ ساعته رفتار څخه یې هغوی په ۶۰۰ کیلومترۍ کي د ایدین د منطقې د زیتون په یوه باغ کي ایله کړي او هغوی ته یې ویلي چي ایټالیا ته رسیدلي دي.
د دغي منطقې اوسیدونکو د مهاجرو تر لیدو وروسته پولیسو ته خبر ورکړ. دا تر اوسه پوري معلومه نده، چي ایا قاچاقبران او د لاریو موټروانان نیول سوي دي او که څنګه. خو دا اول وار ندی، چي قاچاقبران مهاجرو او بې سرنوشته کسانو ته دا ډول فریب ورکوي.
آ./ق.م./ا.ا.
زموږ د آرشیف څخه انځوریز البوم