مهاجر: یوازیتوب مو په روژه کي لا زيات کړوي
د بالکان مسیر تر بندیدو وروسته اوس ډیري مهاجر د لیبیا له لارې اروپا ته راځي. دلته د دوی لمړی منزل ایټالیا دی. د سیسلي په ټاپو کې چیرې چې مسلمان مهاجرو ته یو نوی هیواد او نوې ټولنه ده، ورباندي د رمضان میاشت څنګه تیریږي؟
د برکتونو په میاشت کې د یوازیتوب احساس
مالا، چې په دې وروستیو کې د لیبیا له لارې ایټالیا ته رسیدلی دی وایې: «اوس چې د رمضان میاشت جریان لري او کله چې می کور یاد شي ځان ډیر یوازې احساسوم.» دا د مالا لمړۍ روژه ده چې له خپلې کورنۍ جلا تیروي. هغه زیاتوي: «موږ خو دلته له راتګ سره اجنبي شوي یو، خو د دې مهاجرت تر ټولو زورونکی اړخ د یوازیتوب احساس دی.»
په پردي هیواد کې روژه
سږ کال چې اروپا ته کوم مهاجر را رسیدلي دي د هغوي سم نیمایې یعني ۵۰ سلنه یې په ایټالیا کې دي. د دغو مهاجرو اکثریت د مسلمانو هیوادونو پورې تعلق لري او دا په دې پردي هیواد کې د دوی لوموړنې روژه ده. که څه هم مهاجر په دې اجنبي هیواد کې د مذهبي او ټولنیزو مسائلو سره لاس او ګریوان دي، خو په سیسلي کې د کتانیا مسجد الرحمن د سلګونو مهاجرو له پاره د سکون حاصلولو ځای دی.
د اروپایانو د ژوند له طریقو سره بلدیدل
له نایجیریا څخه راغلي مهاجر ګلادیما، احساس کړې چې په اروپا کې د ژوند طرز او طریقې ډیر توپير لري. ګلادیما وایې : «د اروپا په اړه تر ټولو حیرانونکې خبره دا ده چې تاسې په څو میاشتې هم هغه کسان په کوڅو او سړکونو کې وینئ خو تاسې به یې حتی نوم هم نه پيژنئ.»
ډیرې اوږدې روژې
اروپا ته د لوموړي ځل له پاره راتلونکي مهاجر نه یوازې د ټولنیز بلکې جغرافیوي بدلون سره هم مخامخ کیږي. د استوا له کرښې څخه د لیري والي له امله دلته د دوبي ورځې هم ډیرې اوږدې وي. ګلادیما وایې: «ما هیڅ کله فکر هم نه شوای کولای چې یو څوک به د شپې له دریو بجو څخه د راتلونکي ورځې تر اتو بجو پورې روژه وي. اوس زه هم دومره اږدې روژې نیسم.»
مخ په ډیریدونکې بنګله دیشي ټولنه
د مختلفو افریقایې هیوادونو مهاجر اروپا ته د رسیدو له پاره د لیبیا مسیر خپلوي. د ایټالیې د کورنیو چارو وزارت په حواله اوس په یو لوی شمیر کې بنګله دیشي مهاجر هم اروپا ته د رسیدو له پاره له دغه مسیر څخه استفاده کوي.
په مختلفو ژبو د قران کریم ترجمه
سیسلي د مدیترانې سمندر تر ټولو لوی ټاپو او د ایټالیې خپل واکمنه سیمه ده. د دې له پاره چې دلته د نړۍ د مختلفو هیوادونو مهاجر رازي، نو د مسجد الرحمن ملا امام په مختلفو ژبو قران کریم د ژباړې سره د دغو مهاجرو په اختیار کې ورکوي.
مختلف کلتور او ټولنه
د خان په نوم یو پاکستانی مهاجر وایې چې د دې ځای ټولنه ډیر مختلف ده: «که په جومات کې یم خو معلومیږي چې د رمضان میاشت ده، خو کله چې په سړکونو کې اوسم یوه عادي ورځ وي. زه عیسوي نه یم خو تر هغه وخته پورې چې موږ یو له بل سره په محبت او احترام سره مخامخ کیږو، هیڅ فرق نه کوي چې ته د کوم مذهب پورې تعلق لري.»
فارغ وخت د نشت سره برابر دی
په سویلي ایټالیا کې په عام ډول ماښام دوکانونه ډیر ژر بندیږي. ۲۵ کلن بنګله دیشۍ مهاجر مؤمن معتوبر، وایې: «که موږ ستړي هم ؤاوسو خپل دوکان یا هټۍ خلاص پریږدو او کار کوو. په رمضان میاشت کې هم دا معمول ساتل کوم ستونزمن کار نه دی، ځکه موږ مسلمانان یو.»
دودیز خواړه او افطار
د ډیر شمیر مهاجرو له پاره رمضان د کال هغه وخت هم وي چې خپل دودیز او د سیمي خواړه برابروي او په اسلامي طریقه خپله روژه افطار یا ماتوي. خو د ټولنیز ادغام په برخه کې کار کونکی اسماعیل جامع وایې چې په مهاجرت کې د رمضان یو مطلب دا هم دی چې خلک نویو خواړو او دودونو ته هم موقع ورکړي.