مهم خبرونه له انځور سره
خلیلزاد د سولې د خبرو په موخه له روسانو سره لیدلي دي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر له مرستیال سره لیدلي دي. خلیلزاد د دغه وزارت له معین ایګور مورګلوف او د افغانستان له پاره د مسکو له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدلي دي. روسیه هڅه کوي د افغانستان د سولې په برخه کې د منځګړي نقش ولوبوي ځکه په خبره یې د جګړې تداوم په مرکزي آسیا کې د دوی او متحدینو ګټې ګواښي.
جاپان غواړي په زرهاوو بهرنیو کاریګرو ته ویزې ورکړي
د جاپان پارلمان نن د شنبې په ورځ يوه طرحه تصویب کړه چې له مخې به یې په سلونو زرو کاریګرو مهاجرو ته د ويزې سيستم برابر شي. د آلمان خبري آژانس په حواله، د جاپان د ويزې په دغه نوي سيستم کې چې د راتلونکي میلادي کال په اپريل مياشت کې به آماده شي، په پام کې ده چې د ساختماني، کرهڼې، رستورانټونو او د زړو افرادو د پالنې څانګو په ګډون په ۱۴ مختلفو برخو کې بهرني کارګر تر پوښښ لاندې ونيول شي.
په هلمند کې ځانګړو ځواکونو ملکیان د طالبانو له بنده آزاد کړي
د شنبې په ورځ یوه افغان چارواکي وویل چې په هلمند کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو له بند څخه ۱۱ ملکي زندانیان آزاد کړل شوي دي. د پوځ ویاند ولي خان په دې تړاو ویلي چې دغه کسان د څو میاشتو راهیسې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو په بند کې ساتل کیدل. د نوموړي په خبره طالبانو پر دغو کسانو باندې له پوځ سره د مرستې تور پورې کړی وو.
په جوزجان کې هوايي برید د طالبانو یو مهم قوماندان وژلی
په بلخ ولایت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د مطبوعاتو مسوول حنیف رضايي ویلي چې د ولي محمد په نامه د طالبانو دغه قوماندان په جوزجان ولایت کې د امنيتي ځواکونو یو له مهمو هدفونو څخه وو. رضايي وویل چې د جوزجان ولایت په فیض آباد ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې د طالبانو د دغه مهم قوماندان په ګډون د هغه درې تنه نور نیږدې کسان هم ټپیان شوي دي.
روحاني پر ترمپ د «اقتصادي ترور» تور پورې کړی
د ایران ولسمشر حسن روحاني پر ایران باندې د اقتصادي بندیزونو له کبله د امریکا متحده ایالاتو پر ولسمشر دونالد ترمپ باندې د «اقتصادي ترهګرۍ» تور پورې کړ. روحاني د سیمه ایزې همکارۍ او د ترهګرۍ په هکله په یوه کنفرانس کې وویل چې پر ایران باندې د امریکا متحده ایالاتو اقتصادي تعزیرات «ناعادلانه او نا قانونه» دي. په دې کنفرانس کې د افغانستان، چین، پاکستان، روسیې او ترکیې د پارلمان مشرانو ګډون کړی وو.
څیمیاک د دموکرات مسیحي ګوند عمومي سکرتر وټاکل شو
د آلمان په هامبورګ کې د دموکرات مسیحي ګوند په ګوندي ناسته کې د دموکرات مسیحي او سوسیال مسیحي د اتحادي ګوندونو د ځوانانو د څانګې مشر پاول څیمیاک، د دې ګوند د نوي عمومی سکرتر په توګه وټاکل شو. دغه ځوان سیاستوال د انه ګریت ګرامپ کارنباور چې په خپله پرون د انګلا میرکل په ځای د خپل ګوند مشره وټاکل شوه، د خوښې وړ نوماند وو. تر اوسه پورې میرمن کرامپ کارنباور په خپله د دموکرات مسیحي ګوند عمومي سرمنشي وه.
د ایټالیا د شپې په یوه کلب کې درنه مرګ ژوبله اوښتې
د ایټالیا د انکونا ښار ته څیرمه د شپې په یوه کلب کې د وارخطايي له کبله شپږ ځوانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او سلګونه نور بیا ټپیان دي. دغه پیښه د سفیرا اباستا په نامه د رپ موسیقۍ د یوې وتلې سندرغاړې په کنسرت کې پیښه شوې ده. دغه کنسرت چې د ایټالیا په انکونا ښار کې د شپې په یوه کلب کې جوړ شوی وو، شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو پکې برخه اخیستې وه.